کابل، افغانستان|info@kohinoornews.com
KohiNoor
رښتینی خبر، روښانه تصویر

پر اسرایلو د ایران په بریدونو کې ۲۳ تنو ته مرګ ژوبله اوښتې

د نړۍوالو رسنیو د راپورنو په اساس ایران په اسرایلو د مزایل توغندیو مستقیم بریدونه ترسره کړي چې پکې درې تنه اسرایلي وګړي مړه او ۲۰ نور ټپیان شوي دي. د مرګ ژوبلې دغه شمېره د نن ورځ "شنبې، د جون ۱۴مه" د هغه بریدونو پایله ده چې پکې د اسرایلو د تل ابیب او یو شمېر نور ښارونه په نښه شوي وو. په همدې حال کې اسرایلي رسنیو خبر ور…

2025-06-13 21:57 16۱ دقیقې لوستل
پر اسرایلو د ایران په بریدونو کې ۲۳ تنو ته مرګ ژوبله اوښتې

د نړۍوالو رسنیو د راپورنو په اساس ایران په اسرایلو د مزایل توغندیو مستقیم بریدونه ترسره کړي چې پکې درې تنه اسرایلي وګړي مړه او ۲۰ نور ټپیان شوي دي.

د مرګ ژوبلې دغه شمېره د نن ورځ "شنبې، د جون ۱۴مه" د هغه بریدونو پایله ده چې پکې د اسرایلو د تل ابیب او یو شمېر نور ښارونه په نښه شوي وو.

په همدې حال کې اسرایلي رسنیو خبر ورکړی چې د ایران د بریدونو له پیله تر اوسه له ۸۰ ډېر کسان ټپیان شوي دي.

د اسرایلو او ایران ترمنځ روانې نښتې د سیمې امنیتي حالت خراب کړی او نړۍوال یې اندېښمن کړي دي.

بل خوا ایراني رسنیو راپور ورکړی چې د اسرایلو لخوا پر یاد هېواد د ترسره شوو بریدونو له امله تر اوسه له ۸۷ ډېر خلک وژل شوي دي.

اسرایلي ځواکونو پر ایران خپل بریدونه دویمې ورځې ته هم غځولي چې ورسره هم مهاله ایران په ځوابي بریدونو کې نږدې ۱۰۰ مزایل پر تل ابیب او نورو اسرایلي ښارونو باندې ویشتلي دي.

هېره دې نه وي چې نړۍوالې ټولنې له دواړو لورو د زغم غوښتنه کړې او له دواړو هېوادونو یې د دغه ستونزې د سولییز حل لپاره هیله څرګنده کړې ده.

لیکوال/اېډېټر: Bilal ahmad Meerani
Bilal ahmad Meerani
Bilal ahmad Meerani

بلال احمد مېړنی افغان خبريال دی. د لغمان پوهنتون له ژونالېزم پوهنځی فارغ دی او له بېلابېلو رسنيو سره د کار درې کلنه کاري تجربه لري. هغه اوسمهال د کوه نور خبري اژانس لپاره پر مهمو سياسي او ټولنيزو موضوعاتو راپورونه او خبرونه جوړوي.

تبصرې

تبصره پرېږدئ

تبصره د تایید وروسته خپرېږي.

اړوند مطالب