د روسيې تازه بريدونو کې د اوکراين د انرژي او تودوخې تاسيسات په نښه کړي ورسره سم د ۱۷۰۰ لوړپوړيزه ودانيو برېښنا پرې شوې ده.
رويټرز ليکي، د بریښنا پرې کېدو او يخني له امله د زرګونو تنو ژوند له سخت حالت سره مخ شوی دی.
همدې حال کې د دغه هېواد ولسمشر ويلي، روسيه غواړي د اوکراين حياتي زیربناوې په نښه کړي او اصلي هدف يې همدا دی.
هاخوا بيا د کييف ښاروال ويلي، په ځينو سيمو کې یې خلکو ته د تودخې سيستم فعال کړی او لا هم دغه چاره روانه ده.
دغه بريدونه داسې مهال کيږي، چې روسيې او اوکراين ابوظبي کې د جګړې د حل په موخه مذاکرات کړي، کومه معلومه پايله يې نه درلوده او نورو پړاوونو ته وغځول شول.




