کابل، افغانستان|info@kohinoornews.com
KohiNoor
رښتینی خبر، روښانه تصویر

پر اوکراین د روسيې بريدونو کې اته کسان وژل شوي

  روسيې د اوکراين پر بېلابېلو سیمو د کروز او بالسټیک توغندیو بريدونه کړي، چې پکې اته تنه وي وژل شوي او لسګونه نور ټپيان دي.د کييف پوځي مسوول ويلي، چې له بریدونو سره سم ډېری خلک د مېټرو په تم ځايونو کې د خوندي پاتې کېدو په موخه راغونډ شوي وو.هممهاله بیا د دغه ولايت ښاروال ويلي، چې ګڼ شمېر ودانۍ او عامه تاسيسات هم ز…

2026-07-02 00:12 338۱ دقیقې لوستل
پر اوکراین د روسيې بريدونو کې اته کسان وژل شوي

 

روسيې د اوکراين پر بېلابېلو سیمو د کروز او بالسټیک توغندیو بريدونه کړي، چې پکې اته تنه وي وژل شوي او لسګونه نور ټپيان دي.
د کييف پوځي مسوول ويلي، چې له بریدونو سره سم ډېری خلک د مېټرو په تم ځايونو کې د خوندي پاتې کېدو په موخه راغونډ شوي وو.
هممهاله بیا د دغه ولايت ښاروال ويلي، چې ګڼ شمېر ودانۍ او عامه تاسيسات هم زيانمن شوي دي.
د چارواکو په خبره، يادو بريدونو څو ساعته پرلپسې دوام وکړ او په ښار کې يې درنې چاودنې رامنځته کړې.
دغه بريدونه داسې مهال کيږي، چې اوکراين هم څو ورځې وړاندې د روسيې عامه تاسيسات او د انرژي مرکزونه په نښه کړي وو، چې پراخ زيان یې ورته اړولی وو.

لیکوال/اېډېټر: Hamdullah Danish
Hamdullah Danish
Hamdullah Danish

حمدالله دانش په ژورنالېزم کې درې کلنه تجربه لري او اوسمهال د کوه نور خبري اژانس لپاره د ټولنیزو او سياسي موضوعاتو په اړه راپورونه او خبرونه جوړوي.

تبصرې

تبصره پرېږدئ

تبصره د تایید وروسته خپرېږي.

اړوند مطالب