کابل (کوه نور، ۳ لیندۍ ۱۴۰۴): روسي ځواکونو تېر ورځ ماښام مهال د اوکراین پر خارکیف ښار ډرون برید کړی، چې له امله یې لږ تر لږه ۴ تنه وژل شوي او ۱۷ نور ټپیان شوي دي.
د خارکیف والي، اولېګ سینیهوبوف ویلي، چې په ټپیانو کې ۱۱ او ۱۲ کلن ماشومان هم شامل دي.
د نړۍوالو رسنیو د راپورونو په اساس، دې برید کې درې استوګنیزې ودانۍ او یوې بنسټیزې تأسیسې اور اخیستی او د عاجلو مرستو ادارې ویلي، چې د ښار په دوو ولسوالیو کې ودانۍ زیانمنې شوي دي.
د رویټرز خبري اژانس په راپور کې راغلي، دا برید داسې مهال شوی، چې د امریکا، اوکراین او اروپايي ټولنې چارواکي په ژنوا کې د روسیې د جګړې د ختمولو پر وړاندیز خبرې کوي.
باید وویل شي، چې روسي ځواکونو سږ کال د خارکیف ولایت پر وړاندې خپل بریدونه زیات کړي، چې له امله یې د جګړې له لیکې لرې ښارونه او کلي هم تر بریدونو لاندې راغلي دي.




