کابل، افغانستان|info@kohinoornews.com
KohiNoor
رښتینی خبر، روښانه تصویر

پر ایران د اسرایلو په تازه بریدونو کې دوه نور ایراني لوړ رتبه چارواکي وژل شوي

د ایران وسله وال پوځ د اسرایلو په تازه بریدونو کې د خپلو دوه نورو لوړ رتبه پوځي چارواکو غلام رضا محرابي او مهدي رباني د وژل کېدو خبر ورکړی دی. د مالوماتو له مخې دغه دوه تنه وژل شوي ایراني چارواکي یو د استخباراتو مرستیال غلام رضا محرابي او بل یې هم مهدي رباني د ایران د وسله والو ځواکونو درستیز د عملیاتي څانګې مرستیال و.…

2025-06-14 02:16 18۲ دقیقې لوستل
پر ایران د اسرایلو په تازه بریدونو کې دوه نور ایراني لوړ رتبه چارواکي وژل شوي

د ایران وسله وال پوځ د اسرایلو په تازه بریدونو کې د خپلو دوه نورو لوړ رتبه پوځي چارواکو غلام رضا محرابي او مهدي رباني د وژل کېدو خبر ورکړی دی.

د مالوماتو له مخې دغه دوه تنه وژل شوي ایراني چارواکي یو د استخباراتو مرستیال غلام رضا محرابي او بل یې هم مهدي رباني د ایران د وسله والو ځواکونو درستیز د عملیاتي څانګې مرستیال و.

د ایران دغه دوه لوړ پوړي چارواکي په داسې حال کې وژل کېږي چې اسرایلو تېره ورځ هم په یوه توغندیز برید کې د ایران څو نور لوړ پوړي چارواکي وژلي وو.

دا بریدونه په داسې حال کې ترسره شوي چې د ایران سپاه پاسداران تېره ورځ ګڼلې وه چې ایت الله علي خامنه یې، حبیب الله سیاري د دغه هېواد سرپرست لوی درستیز او احمد واحدي د سپاه پاسداران د مشر په توګه وټاکي.

سپاه پاسداران په یوه بیانیه کې ویلي چې دغه اشخاص نن د حسین سلامي او محمد باقري له وژل کېدو وروسته په دې دندو ګمارل شوي دي.

باید وویل شي اسرایلي ځواکونو تېره ورځ د ایران پر یو شمېر ښارونو بریدونه ترسره کړل چې د یاد هېواد اټومي تاسیستات، د بالیستیکي توغندیو فابریکې او پوځي قومندانۍ یې پکې په نښه کړې وې چې له دې امله د دواړو هېوادونو ترمنځ توده جګړه روانه ده.

لیکوال/اېډېټر: Bilal ahmad Meerani
Bilal ahmad Meerani
Bilal ahmad Meerani

بلال احمد مېړنی افغان خبريال دی. د لغمان پوهنتون له ژونالېزم پوهنځی فارغ دی او له بېلابېلو رسنيو سره د کار درې کلنه کاري تجربه لري. هغه اوسمهال د کوه نور خبري اژانس لپاره پر مهمو سياسي او ټولنيزو موضوعاتو راپورونه او خبرونه جوړوي.

تبصرې

تبصره پرېږدئ

تبصره د تایید وروسته خپرېږي.

اړوند مطالب