خبرياله: نازو عمري
د روسیې د بلګرود والي، ویچسلاو گلادکوف، ویلي چې د اوکراین د توغندیزو بریدونو له امله د دې سیمې ۶۰۰ زره اوسېدونکي له برېښنا او اوبو بېبرخې شوي دي.
بلګرود د اوکراین له خارکیف ښار سره پوله لري او له هغه وخت راهیسې چې روسیې په ۲۰۲۲ کال کې پر اوکراین برید وکړ، دا سیمه په دوامداره توګه د اوکرایني ځواکونو تر بریدونو لاندې ده.
دا پداسې حال کې ده، چې تېره ورځ روسیې داوکراین پر پلازمېنه کییف توغندیز بریدونه وکړل .




