د روسیې په جنوبي ښار ورونېژ کې د اوکراین د تېرې شپې ډرون برید کې لږ تر لږه څلور کسان ژوبل شوي او څو ودانیو ته یې زیان اړولی دی.
د ورونیژ والي الکساندر ګوسېف ویلي، برید د بیړنيو خدمتونو یوه ودانۍ، اووه اپارتمانونه او شپږ کورونه زیانمن کړي دي.
اوکراین ویلي، دا ډول بریدونه د روسیې د جګړهایز ماشین د کمزوري کولو لپاره کوي، چې نږدې څلور کاله وړاندې یې پر اوکراین جګړه پیل کړې وه.
د سرچینو د مالوماتو پر اساس، دا بریدونه همداراز د روسیې د دوامداره توغندیزو او ډروني بریدونو په غبرګون کې ترسره کېږي، چې د اوکراین ښارونه او بنسټونه، په ځانګړي ډول د برېښنا تأسیسات، هدف ګرځوي.
بلخوا، روسیې د جمعې په ورځ یو هایپرسونیک توغندی د اوکراین له پولنډ سره نږدې ځای ویشتلی، چې اروپایي متحدینو یې دا کار یو ګواښوونکی اقدام بللی، څو دوی له اوکراین سره د مرستې له دوام څخه وویروي.




