کابل، افغانستان|info@kohinoornews.com
KohiNoor
رښتینی خبر، روښانه تصویر

پر سوريې د اسرايلو هوايي او ډرون بريدونو کې تراوسه له ۲۵۰ ډېر کسان وژل شوي

کابل (کوه نور ۲۶ سرطان ۱۴۰۴):  د سوريې د بشري حقونو د څار بنسټ په يوه راپور کې ليکلي، پر دغه هېواد د اسرايلو هوايي او ډرون بريدونو کې له ۲۵۰ ډېر کسان وژل شوي دي‌. اسرايلو تېره ورځ د سوريې دفاع وزارت او نورو سيمو دوه ځله هوايي بريدونه وکړل چې پکې د دغه هېواد د دفاع وزارت ۱۵ کارکوونکي هم ووژل شول‌. اسرايلو…

2025-07-17 05:32 65۱ دقیقې لوستل
پر سوريې د اسرايلو هوايي او ډرون بريدونو کې تراوسه له ۲۵۰ ډېر کسان وژل شوي

کابل (کوه نور ۲۶ سرطان ۱۴۰۴):

 د سوريې د بشري حقونو د څار بنسټ په يوه راپور کې ليکلي، پر دغه هېواد د اسرايلو هوايي او ډرون بريدونو کې له ۲۵۰ ډېر کسان وژل شوي دي‌.

اسرايلو تېره ورځ د سوريې دفاع وزارت او نورو سيمو دوه ځله هوايي بريدونه وکړل چې پکې د دغه هېواد د دفاع وزارت ۱۵ کارکوونکي هم ووژل شول‌.

اسرايلو همدا روانه اوونۍ (دوشنبه) هم د سوريې پر حکومتي ځواکونو بريدونه وکړل او دغه بريدونه لا هم جريان لري.

اسرايلو ويلي، سوريې ته به اجازه ورنکړي چې د دغه هېواد سويل کې خپل ځواکونه مېشت کړي او ټينګار يې کړی دی چې له دروز قبيلې له ساتنه کوي.

د دروز قبيلې اکثريت وګړي چې د دغه هېواد سويدا ولايت کې مېشت دي او تازه د سوريې له پوځ سره هم په جګړه چې ښکېل شوي دي.

د يادونې ده چې د سوريې رهبر بيا پر دغه هېواد د اسرايلو له بريدونو وروسته ويلي، له‌ جګړې وېره نلرو خو د ولس ساتنه ورته لومړيتوب لري.

لیکوال/اېډېټر: KohiNoor

تبصرې

تبصره پرېږدئ

تبصره د تایید وروسته خپرېږي.

اړوند مطالب