کابل، افغانستان|info@kohinoornews.com
KohiNoor
رښتینی خبر، روښانه تصویر

پر غزه د اسرایلو تازه بریدونه؛ ۲۹ تنه فلسطینیان پکې وژل شوي

د نړۍوالو رسنیو د راپورونو له مخې پر غزه د اسرایلو لخوا په تازه بریدونو کې د تېرې پنجشنبې ورځې له سهاره راپه دېخوا ۲۹ فلسطینیانو خپل ژوند له لاسه ورکړی دی. د الجزیرې ټلویزیون په راپور کې راغلي چې اسرایلي ځواکونو د غزې پر بېلابېلو سیمو هوایې بریدونه ترسره کړي دي چې له امله یې ګڼ شمېر فلسطینیان مړه او نور ټپیان شوي دي. پ…

2025-04-11 19:35 37۱ دقیقې لوستل
پر غزه د اسرایلو تازه بریدونه؛ ۲۹ تنه فلسطینیان پکې وژل شوي

د نړۍوالو رسنیو د راپورونو له مخې پر غزه د اسرایلو لخوا په تازه بریدونو کې د تېرې پنجشنبې ورځې له سهاره راپه دېخوا ۲۹ فلسطینیانو خپل ژوند له لاسه ورکړی دی.

د الجزیرې ټلویزیون په راپور کې راغلي چې اسرایلي ځواکونو د غزې پر بېلابېلو سیمو هوایې بریدونه ترسره کړي دي چې له امله یې ګڼ شمېر فلسطینیان مړه او نور ټپیان شوي دي.

په همدې حال کې د روغتیا نړۍوال(WHO) مشر ټیډروس اډانوم ګیبر یوس خبر ورکړی چې غزې ته د مرستو د بندېدلو له امله د ناورغیو د ډېروالي او مړینو اټکل شته.

ګیبر یوس ویلي همدا مهال له لس زرو ډېر فلسطینیان اړ دي چې د روغتیا یې مرستو لپاره بهر ته ولېږدول شي.

د یادونې وړ ده چې د اسرایل او فلسطین ترمنځ په نښته کې تر دې مهاله ۵۰ زره او ۸۸۶ فلسطینیان وژل شوي او ۱۱۵ زره او ۸۷۵ نور ټپیان شوي دي.

لیکوال/اېډېټر: Bilal ahmad Meerani
Bilal ahmad Meerani
Bilal ahmad Meerani

بلال احمد مېړنی افغان خبريال دی. د لغمان پوهنتون له ژونالېزم پوهنځی فارغ دی او له بېلابېلو رسنيو سره د کار درې کلنه کاري تجربه لري. هغه اوسمهال د کوه نور خبري اژانس لپاره پر مهمو سياسي او ټولنيزو موضوعاتو راپورونه او خبرونه جوړوي.

تبصرې

تبصره پرېږدئ

تبصره د تایید وروسته خپرېږي.

اړوند مطالب