کابل (کوه نور، ۳ سنبله ۱۴۰۴):
پر غزې د اسرایلي ځواکونو د بریدونو پر دوام پرون ورځ ۴۲ تنه فلسطیني وګړي وژل شوي دي.
د غزې د ملکي دفاع ادارې ویاند محمد باسل له رسنیو سره په خبرو کې ویلي، اسرایلي ځواکونو د فلسطین د الصبره سیمې په ګډون د غزې شاو خوا سیمې بمبار کړي او عملیات یې لا هم ادامه لري.
د الصبره یوه اوسېدونکي ابراهیم الشورفه ویلي، هره ورځ د بمونو او بمبارۍ غږونه اورېدل کېږي، شهادت، مرګ او وینه توېیدنه ادامه لري.
د الشورفه پر وینا، د اسرایلو دا ظلمونه ورته نور د زغملو نه دي او پر وینا یې چې، دوی ته بل پلو د تللو هیڅ لار نه ده مالومه، چې کوم خوا لاړ شي هر ځای مرګ پر دوی پسې ګرځي.
بل پلو اسرایلي پوځ تازه د خپلو عملیاتو په اړه څه نه دي ویلي؛ خو د دې هېواد د دفاع وزیر تر دې وړاندې ویلي و، چې فلسطیني وسله وال به په بنسټیزه توګه ختموي.
د غزې د روغتیا وزارت د مالوماتو له مخې، د جګړې له پیله تر دې دمه غزه کې ۶۲ زره او ۶۸۶ فلسطینان وژل شوي دي.




