کابل، افغانستان|info@kohinoornews.com
KohiNoor
رښتینی خبر، روښانه تصویر

پر غزه د اسرایلي ځواکونو په بریدونو کې ۱۱۲ کسان وژل شوي

د فلسطین د روغتیا وزارت خبر ورکړی چې د اسرایلي ځواکونو له لوري د غزې په یو شمېر سیمو کې د بریدونو له امله لږ تر لږه ۱۱۲ کسان وژل شوي او لسګونه نور ټپیان شوي دي. د یاد وزارت له خوا په خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي چې دغه کسان د غزې په یو شمېر سیمو کې د اسرایلي ځواکونو په بریدونو کې وژل شوي دي. ددغه وزارت د مالوماتو په اساس…

2025-04-03 22:10 137۱ دقیقې لوستل
پر غزه د اسرایلي ځواکونو په بریدونو کې ۱۱۲ کسان وژل شوي

د فلسطین د روغتیا وزارت خبر ورکړی چې د اسرایلي ځواکونو له لوري د غزې په یو شمېر سیمو کې د بریدونو له امله لږ تر لږه ۱۱۲ کسان وژل شوي او لسګونه نور ټپیان شوي دي.

د یاد وزارت له خوا په خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي چې دغه کسان د غزې په یو شمېر سیمو کې د اسرایلي ځواکونو په بریدونو کې وژل شوي دي.

ددغه وزارت د مالوماتو په اساس په وژل شوو کسانو کې ۳۳ تنه د غزې ښار په یوه ښوونځي کې د اسرایلي ځواکونو په درې جلا هوایې بریدونو کې وژل شوي دي.

د سرچینو په وینا د اسرایلي ځواکونو د بریدونو ډېری قربانیان فلسطیني ماشومان دي.

د یادونې وړده چې اسرایلي ځواکونو ویلي چې د دوی د بریدونو دویم پړاو به د مارچ میاشتې په ۱۸ تاریخ پیل شي او په وینا یې چې تر دې مهاله یې د شمالي غزې ۶۰۰ سیمې په نښه کړې دي.

لیکوال/اېډېټر: Bilal ahmad Meerani
Bilal ahmad Meerani
Bilal ahmad Meerani

بلال احمد مېړنی افغان خبريال دی. د لغمان پوهنتون له ژونالېزم پوهنځی فارغ دی او له بېلابېلو رسنيو سره د کار درې کلنه کاري تجربه لري. هغه اوسمهال د کوه نور خبري اژانس لپاره پر مهمو سياسي او ټولنيزو موضوعاتو راپورونه او خبرونه جوړوي.

تبصرې

تبصره پرېږدئ

تبصره د تایید وروسته خپرېږي.

اړوند مطالب