کابل، افغانستان|info@kohinoornews.com
KohiNoor
رښتینی خبر، روښانه تصویر

پر غزه د اسرایلي ځواکونو په تازه بریدونو کې ۳۰ کسان وژل شوي

د فلسطین د روغتیا وزارت خبر ورکړی چې پرون شنبه د اسرایلي ځواکونو لخوا په فلسطین د تازه بریدونو له امله لږ تر لږه ۳۰ تنه وژل شوي دي. ددغه وزارت لخوا په خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي چې دغه وژل شوي کسان پرون ورځ(شنبه، د کب ۱۶مه) د فلسطین د شمالي غزې په بېلابېلو سیمو کې د اسرایلي ځواکونو په تازه بریدونو کې وژل شوي دي. د فلسطی…

2025-04-05 21:29 48۱ دقیقې لوستل
پر غزه د اسرایلي ځواکونو په تازه بریدونو کې ۳۰ کسان وژل شوي

د فلسطین د روغتیا وزارت خبر ورکړی چې پرون شنبه د اسرایلي ځواکونو لخوا په فلسطین د تازه بریدونو له امله لږ تر لږه ۳۰ تنه وژل شوي دي.

ددغه وزارت لخوا په خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي چې دغه وژل شوي کسان پرون ورځ(شنبه، د کب ۱۶مه) د فلسطین د شمالي غزې په بېلابېلو سیمو کې د اسرایلي ځواکونو په تازه بریدونو کې وژل شوي دي.

د فلسطین د روغتیا وزارت چارواکو ویلي چې په وژل شوو کسانو کې ۱۲ تنه د غزې په جنوب کې د "خان یونس" او په شمال کې د "بیت حانون" ښارونو پر ضد د اسرایلو په بریدونو کې وژل شوي دي.

د یاد وزارت د مالوماتو په اساس پر غزه د اسرایلي ځواکونو د بریدونو د دریم پړاو له پیله درې دمه ۱۲ سوه او ۵۰ فلسطینیان مړه شوي او تر ۳۰۰۰ ډېر نور ټپیان شوي دي.

لیکوال/اېډېټر: Bilal ahmad Meerani
Bilal ahmad Meerani
Bilal ahmad Meerani

بلال احمد مېړنی افغان خبريال دی. د لغمان پوهنتون له ژونالېزم پوهنځی فارغ دی او له بېلابېلو رسنيو سره د کار درې کلنه کاري تجربه لري. هغه اوسمهال د کوه نور خبري اژانس لپاره پر مهمو سياسي او ټولنيزو موضوعاتو راپورونه او خبرونه جوړوي.

تبصرې

تبصره پرېږدئ

تبصره د تایید وروسته خپرېږي.

اړوند مطالب