د فلسطین د عامې روغتیا وزارت پرون « سه شنبه د اکتوبر ۱۰مه» ویلي د اسرائیلي ځواکونو په بریدونو کې لږ تر لږه ۷۷۰ فلسطنیان وژل شوي او له څلور زرو ډېر نور کسان ژوبل شوي دي.
د اسراییل دفاعي ځواکونو هم اعلان کړی، چې د حماس په بریدونو کې تر 900 ډېر اسراییل وژل شوي او د دغه هېواد ۲۷۴۱ اتباع ټپیان شوي دي.
اسراييل ویلي، چې حماس پر دغه هېواد تر ۴۵۰۰ ډېر راکټونه توغولي او ۱۳۵۲ هدفونه یې په نښه کړي دي.
د ټايم اف اسراييل د راپور له مخې له سلو تر ۱۵۰ اسرئیلیان غزه کې د فلسطنیانو لخوا برمته نېول شوي دي. د اسرائیلو لومړي وزیر نتن یاهو ژمنه کړي چې د دې کسانو د خلاصون او پیدا کولو په موخه به له هر څه کار واخلي.
بلخوا حماس ډلې خبرداری ورکړی چې که اسرائیلو پر غزا هوايي بریدونه ونه درول، نیول شوي اسرائیلیان به ووژني.
د حماس مشر اسماعیل هنیه ویلي، د زندانيانو د تبادلې موضوع د جګړې له پای ته رسېدو وروسته مطرح کېدلی شي.
هنيه زياته کړې، چې د اسرائيلي پوځ له خوا د غزې اوسنۍ ويجاړتيا د هغو د بې شرمۍ او ماتې انعکاس دی.
د متحده ایالاتو جمهور رئیس جو بایډن هم تائید کړې، چې پر اسرائیل د حماس ناڅاپي برید کې چې د شنبې په ورځ وشو، لږ تر لږه ۱۴ امریکایي اتباع وژل شوي دي.
امريکا او اسرائيل د حماس ډلې د بريدونو تر شاه د ایران لاس ګني؛ خو ایران په دې بريدونو کې خپل دخالت رد کړی دی.
د افغانستان سرپرست حکومت هم د فلسطين له خلکو ملاتړ اعلان کړی دی. یو شمېر افغان چارواکو د فلسطين په ملاتړ او د اسراييلو پر ضد توندې څرګندونې کړې دي.




