کابل، افغانستان|info@kohinoornews.com
KohiNoor
رښتینی خبر، روښانه تصویر

پر غزې د اسرایئلو په تازه بریدونو کې ۱۱ کسان وژل شوي

د نړۍوالو رسنیو د راپورونو په اساس اسرایلي ځواکونو نن ورځ(چهارشنبه، د وري ۶مه) د غزې په بېلابېلو سیمو کې هوایې بریدونه کړي دي چې پکې تقریباً ۱۱ تنه وژل شوي دي. په راپورونو کې راغلي چې په مړو شویو وګړو کې پنځه ماشومان شامل دي چې یو یې شپږ میاشتینی ماشوم دی. په همدې حال کې د قطر او عربستان لخوا نه د اسرایلو بریدونه غندل…

2025-03-26 03:52 138۱ دقیقې لوستل
پر غزې د اسرایئلو په تازه بریدونو کې ۱۱ کسان وژل شوي

د نړۍوالو رسنیو د راپورونو په اساس اسرایلي ځواکونو نن ورځ(چهارشنبه، د وري ۶مه) د غزې په بېلابېلو سیمو کې هوایې بریدونه کړي دي چې پکې تقریباً ۱۱ تنه وژل شوي دي.

په راپورونو کې راغلي چې په مړو شویو وګړو کې پنځه ماشومان شامل دي چې یو یې شپږ میاشتینی ماشوم دی.

په همدې حال کې د قطر او عربستان لخوا نه د اسرایلو بریدونه غندل شوي او ددغه بریدونو د بندولو غوښتنه یې کړې ده.

بل خوا د غزې د روغتیا وزارت خبر ورکړی چې په تېر نږدې یو نیم کال کې د اسرایلو او حماس غورځنګ ترمنځ جګړه کې څه د پاسه ۵۰ زره او ۱۴۴ فلسطینیان وژل شوي او ۱۱۳ زره او ۷۰۴ نور ټپیان شوي دي.

په همدې حال کې بیا اسرایلي ځواکونو په سوریه کې هم بمبارۍ ته زور ورکړی او د یاد هېواد په درعا کې یې شپږ تنه وژلي دي.

د یادونې وړ ده چې د اسرایلي ځواکونو لخوا نه پر غزې د تېرې ورځې برید کې هم ۲۳ تنو خپل ژوند له لاسه ورکړی وو.

لیکوال/اېډېټر: Bilal ahmad Meerani
Bilal ahmad Meerani
Bilal ahmad Meerani

بلال احمد مېړنی افغان خبريال دی. د لغمان پوهنتون له ژونالېزم پوهنځی فارغ دی او له بېلابېلو رسنيو سره د کار درې کلنه کاري تجربه لري. هغه اوسمهال د کوه نور خبري اژانس لپاره پر مهمو سياسي او ټولنيزو موضوعاتو راپورونه او خبرونه جوړوي.

تبصرې

تبصره پرېږدئ

تبصره د تایید وروسته خپرېږي.

اړوند مطالب