د اسرايلو له لوري د غزې په بېلابېلو سیمو د بريدونو له امله پنځوس تنه فلسطینیان وژل شوي او لسګونه نور ټپيان دي.
د نړۍوالو رسنيو د راپورنو له مخې، دغه بريدونه تېره ورځ شوي دي.
په همدې حال کې د ملګرو ملتونو د ماشومانو اړوند ملاتړ صندوق يونېسف ويلي، د روان زيږديز کال په لومړۍ اوونۍ کې ۷۴ تنه ماشومان هم وژل شوي دي.
د فلسطین روغیتا وزارت ويلي، د اسرايلو او حماس ترمنځ له پنځلس میاشتتۍ جګړې له امله ۴۵ زره او ۹۳۶ فلسطينيان وژل شوي او ۱۰۹ زره او ۲۷۴ تنه نور ټپيان شوي دي.




