کابل، افغانستان|info@kohinoornews.com
KohiNoor
رښتینی خبر، روښانه تصویر

پر غزې د اسرایلو د بندیزونو پر دوام؛ د غزې ۲۹۰ زره ماشومان د لوږې له امله د مرګ له ګواښ سره مخ دي

د غزې د رسنیو دفتر راپور ورکړی چې د اسرایلو له لورې غزې ته پر توکو د بندیز لګېدلو له امله غزه کې تقریباً ۲۹۰ زره ماشومان د لوږې له امله د مرګ له ګواښ سره مخ دي. په راپورونو کې راغلي چې ددغه ماشومانو له ډلې نږدې ۳۵۰۰ هغه ماشومان دي چې عمرونه یې له پنځه کلونو کم دي او د زر مړینې له ګواښ سره مخ دي. همداراز نږدې ۷۰ زره هغه…

2025-05-04 21:55 132۲ دقیقې لوستل
پر غزې د اسرایلو د بندیزونو پر دوام؛ د غزې ۲۹۰ زره ماشومان د لوږې له امله د مرګ له ګواښ سره مخ دي

د غزې د رسنیو دفتر راپور ورکړی چې د اسرایلو له لورې غزې ته پر توکو د بندیز لګېدلو له امله غزه کې تقریباً ۲۹۰ زره ماشومان د لوږې له امله د مرګ له ګواښ سره مخ دي.

په راپورونو کې راغلي چې ددغه ماشومانو له ډلې نږدې ۳۵۰۰ هغه ماشومان دي چې عمرونه یې له پنځه کلونو کم دي او د زر مړینې له ګواښ سره مخ دي.

همداراز نږدې ۷۰ زره هغه ډله ماشومان دي چې د اسرایلو د تېرو دوه میاشتو محاصرې په پایله کې له خوارځواکۍ سره مخ دي او د غزې په روغتونونو کې بستر شوي دي.

د غزې د رسنیو دفتر د فلسطیني ماشومانو په اړه د نړۍوالو چوپتیا غندلې او یادونه یې کړې ده چې د یاد هېواد ۱,۱ میلیون فلسطیني ماشومان په ورځني ډول د خوړو له نشتون سره مخ دي، اسرایلي ځواکونه خواړه د جګړې د وسیلې په توګه کاروي او نړۍوال دغه حالت ته په کتو سره لا هم غلي دي.

غزه دا مهال د خوارکي توکو او لومړنیو موادو د کمښت له وجې د قحطۍ پر لور روانه ده.

د یادونې وړ ده چې په غزه کې مرستندویه ټولنو خبر ورکړی چې د درملنې او خوار ځواکۍ د مخنیوي سرچینې په چټکۍ سره د حتمېدلو په حال کې دې.

لیکوال/اېډېټر: Bilal ahmad Meerani
Bilal ahmad Meerani
Bilal ahmad Meerani

بلال احمد مېړنی افغان خبريال دی. د لغمان پوهنتون له ژونالېزم پوهنځی فارغ دی او له بېلابېلو رسنيو سره د کار درې کلنه کاري تجربه لري. هغه اوسمهال د کوه نور خبري اژانس لپاره پر مهمو سياسي او ټولنيزو موضوعاتو راپورونه او خبرونه جوړوي.

تبصرې

تبصره پرېږدئ

تبصره د تایید وروسته خپرېږي.

اړوند مطالب