پر غزې د اسراییلو په تازه بریدونو کې سل تنه وژل شوي او لسګونه نور ټپيان دي.
د راپورنو له مخې، دغه بريدونه په تېرو څلورويشتو ساعتونو کې پر استوګنيزو سیمو شوي دي.
د فلسطين د روغتیا وزارت د معلوماتو له مخې، تېرو ۱۴ میاشتو کې د اسرايلو او حماس د جګړو له امله ۴۴ زره او ۳۶۳ فلسطينيان وژل شوي او ۱۰۵ زه او ۷۰ تنه نور ټپيان شوي دي.
ورته مهال بیا په همدې موده کې ۷۹۹ اسرايلي ځواکونه هم وژل شوي دي.




