کابل، افغانستان|info@kohinoornews.com
KohiNoor
رښتینی خبر، روښانه تصویر

پر غزې له تېرې دوشنبې راهیسې د اسرایلي ځواکونو د بریدونو له امله ۶۰ تنه وژل شوي

د نړۍوالو رسنیو د راپورونو په اساس د اسرایلي ځواکونو لخوا نه د تېرې دوشنبې ورځې راپه دېخوا غزه کې د بریدونو له امله ۶۰ تنه مړه او ګڼ شمېر نور ټپیان شوي دي. د راپورونو په اساس د تېرې مارچ میاشتې له ۱۸ تاریخ د اسرایلو او فلسطین ترمنځ د اوربند د پای ته رسېدو را وروسته اسرایلي ځواکونو له ۴۰ زرو ډېر فلسطینیان له خپلو سیمو ب…

2025-04-07 23:14 35۱ دقیقې لوستل
پر غزې له تېرې دوشنبې راهیسې د اسرایلي ځواکونو د بریدونو له امله ۶۰ تنه وژل شوي

د نړۍوالو رسنیو د راپورونو په اساس د اسرایلي ځواکونو لخوا نه د تېرې دوشنبې ورځې راپه دېخوا غزه کې د بریدونو له امله ۶۰ تنه مړه او ګڼ شمېر نور ټپیان شوي دي.

د راپورونو په اساس د تېرې مارچ میاشتې له ۱۸ تاریخ د اسرایلو او فلسطین ترمنځ د اوربند د پای ته رسېدو را وروسته اسرایلي ځواکونو له ۴۰ زرو ډېر فلسطینیان له خپلو سیمو بې ځایه کړي دي.

په همدې حال کې د ملګرو ملتونو د شپږو ادارو مشرانو په بېړنۍ توګه په غزه کې د اوربند بیا نوي کېدلو غوښتنه کړې ده.

ددغه مشرانو پر وینا اسرایلو په غزه کې د اوربند له ختمېدو وروسته یواځې په لومړۍ اونۍ کې له زرو ډېر ماشومان وژلي او ټپیان کړي دي.

په همدې حال کې د فلسطین د روغتیا وزارت خبرداری ورکړی چې د اسرایلو او فلسطین ترمنځ په روانه جګړه کې تر دې مهاله ۵۰ زره او ۶۹۵ فلسطینیان وژل شوي او ۱۱۵ زره او ۳۳۸ تنه نور ټپیان شوي دي.

لیکوال/اېډېټر: Bilal ahmad Meerani
Bilal ahmad Meerani
Bilal ahmad Meerani

بلال احمد مېړنی افغان خبريال دی. د لغمان پوهنتون له ژونالېزم پوهنځی فارغ دی او له بېلابېلو رسنيو سره د کار درې کلنه کاري تجربه لري. هغه اوسمهال د کوه نور خبري اژانس لپاره پر مهمو سياسي او ټولنيزو موضوعاتو راپورونه او خبرونه جوړوي.

تبصرې

تبصره پرېږدئ

تبصره د تایید وروسته خپرېږي.

اړوند مطالب