کابل، افغانستان|info@kohinoornews.com
KohiNoor
رښتینی خبر، روښانه تصویر

پر فلسطین د اسرایلو بریدونه؛ تر ډېره یې قربانیان فلسطیني ماشومان دي

د راپورونو په اساس غزه کې د اسرایلي ځواکونو د بریدونو له پیله تر دې دمه نږدې ۵۰۰ فلسطیني ماشومان وژل شوي دي. د غزې د ملکي دفاع ادارې ویاند محمود باسل ویلي چې د اسرایلو له لوري له حماس ډلې سره د جګړې په پایله کې په یو اړخیزه توګه دا ۵۰۰ تنه ماشومان وروسته له هغې ددغه جنګ قربانیان شوي چې د دواړو لورو ترمنځ اوربند مات شوی…

2025-04-12 21:35 37۱ دقیقې لوستل
پر فلسطین د اسرایلو بریدونه؛ تر ډېره یې قربانیان فلسطیني ماشومان دي

د راپورونو په اساس غزه کې د اسرایلي ځواکونو د بریدونو له پیله تر دې دمه نږدې ۵۰۰ فلسطیني ماشومان وژل شوي دي.

د غزې د ملکي دفاع ادارې ویاند محمود باسل ویلي چې د اسرایلو له لوري له حماس ډلې سره د جګړې په پایله کې په یو اړخیزه توګه دا ۵۰۰ تنه ماشومان وروسته له هغې ددغه جنګ قربانیان شوي چې د دواړو لورو ترمنځ اوربند مات شوی دی.

په همدې حال کې پر غزه د تېرو ۲۴ ساعتونو په پایله کې د اسرایلیو ځواکونو د تازه بریدونو له امله ۲۰ کسانو خپل ژوند بایللی دی.

د فلسطین د روغتیا وزارت د مالوماتو له مخې د تېرې مارچ میاشتې له ۱۸ تاریخ راپه دېخوا د اسرایلي ځواکونو د بریدونو له امله یو زر او ۵۴۲ فلسطینیان له اوربند ماتېدو وروسته وژل شوي دي.

یاد وزارت همدارنګه خبر ورکړی چې د اسرایلو او حماس ډلې ترمنځ د نښتې له پیل راهیسې تر اوسه ۵۰ زره او ۹۱۲ تنه فلسطینیان وژل شوي او ۱۱۵ زره او ۹۸۱ نور ټپیان شوي دي.

هېره دې نه وي چې د ۲۰۲۳ کال د اکټوبر میاشتې په اووم تاریخ د حماس ډلې لخوا د بریدونو له امله ۱۱۳۹ اسرایلیان  وژل شوي دي.

لیکوال/اېډېټر: Bilal ahmad Meerani
Bilal ahmad Meerani
Bilal ahmad Meerani

بلال احمد مېړنی افغان خبريال دی. د لغمان پوهنتون له ژونالېزم پوهنځی فارغ دی او له بېلابېلو رسنيو سره د کار درې کلنه کاري تجربه لري. هغه اوسمهال د کوه نور خبري اژانس لپاره پر مهمو سياسي او ټولنيزو موضوعاتو راپورونه او خبرونه جوړوي.

تبصرې

تبصره پرېږدئ

تبصره د تایید وروسته خپرېږي.

اړوند مطالب