کابل، افغانستان|info@kohinoornews.com
KohiNoor
رښتینی خبر، روښانه تصویر

پر هند د کرونا ویروس نوې څپه؛ څه باندې شپږ زره نوې پېښې ثبت شوي

د هندوستان د ټوډي ورځپاڼې د راپور له مخې هند کې د تېرو ۲۴ ساعتونو په اوږدو کې د کرونا ناروغۍ ۳۵۸ نوې پېښې ثبت شوي دي. په همدې حال کې هندي رسنیو خبر ورکړی چې یاد هېواد کې د کرونا بله نوې څپه پیدا شوې ده چې تر اوسه یې شپږ زره او ۴۹۱ تازه پېښې ثبت شوې دي. راپورونو کې راغلي د تازه شمېرنو پایله ښیې چې په دغه څپو کې تر ټولو…

2025-06-10 21:51 15۲ دقیقې لوستل
پر هند د کرونا ویروس نوې څپه؛ څه باندې شپږ زره نوې پېښې ثبت شوي

د هندوستان د ټوډي ورځپاڼې د راپور له مخې هند کې د تېرو ۲۴ ساعتونو په اوږدو کې د کرونا ناروغۍ ۳۵۸ نوې پېښې ثبت شوي دي.

په همدې حال کې هندي رسنیو خبر ورکړی چې یاد هېواد کې د کرونا بله نوې څپه پیدا شوې ده چې تر اوسه یې شپږ زره او ۴۹۱ تازه پېښې ثبت شوې دي.

راپورونو کې راغلي د تازه شمېرنو پایله ښیې چې په دغه څپو کې تر ټولو زیانمن ایالات "کیرالا"دی او په ګجرات کې هم د تازه پېښو په برخه کې د پام وړ ډېروالی راغلی دی خو تر اوسه د مړینې په اړه څه نه دي ویل شوي.

د هند د عامې روغتیا وزارت خبر ورکړی چې په تېرو ۲۴ ساعتونو کې په ګجرات کې د کرونا ۱۵۸ نوې پېښې ثبت شوې دي.

د دغه وزارت لخوا په خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي چې کېرالا ایالت چې د کرونا ناروغۍ له امله تر ټولو زیانمن شوی ایالت دی په تېرو ۲۴ ساعتونو کې پکې د کرونا ناروغۍ اووه نوې پېښې ثبت شوي چې ورسره د ټولو پېښو شمېر ۱۹ سوه او ۵۷ ته جګ شوی دی.

د روغتیا نړۍوال سازمان په هندوستان کې د کرونا نوې څپې ته د "انیمبوس" نوم ورکړی دی.

باید وویل شي انیمبوس د کرونا ساري ناروغۍ یو ډېر ګواښوونکی ډول دی چې په بېلابېلو سیمو کې په تېزۍ سره خپرېدو یې په نړۍواله کچه اندېښنې رامنځته کړې دي.

لیکوال/اېډېټر: Bilal ahmad Meerani
Bilal ahmad Meerani
Bilal ahmad Meerani

بلال احمد مېړنی افغان خبريال دی. د لغمان پوهنتون له ژونالېزم پوهنځی فارغ دی او له بېلابېلو رسنيو سره د کار درې کلنه کاري تجربه لري. هغه اوسمهال د کوه نور خبري اژانس لپاره پر مهمو سياسي او ټولنيزو موضوعاتو راپورونه او خبرونه جوړوي.

تبصرې

تبصره پرېږدئ

تبصره د تایید وروسته خپرېږي.

اړوند مطالب