ڪابل (کوه نور، ۱۴ جدي ۱۴۰۴): د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ ویلي، پر وینزوېلا د تېرې ورځې بریدونو کې یې د وینزویلا ولسمشر نیکولاس مادورو او د هغه مېرمن د شنبې په سهار نیولي او له هېواده ویستل شوي، چې دا هر څه د امریکا لخوا د "لویو بریدونو" په ترڅ کې ترسره شوي دي.
ټرمپ په یوه خبري غونډه کې ویلي، امریکا به د لنډ وخت لپاره د وینزوېلا چارې پر مخ یوسي؛ تر څو د انتقالي پړاو په ترڅ کې هلته ثبات راشي او "د تېلو بهیر بېرته فعال شي".
امریکایي چارواکو CBS نیوز سره په خبرو کې ویلي، د امریکا ځانګړو ځواکونو "Delta Force" چې د پوځ ځانګړې برېګاډ ده، د مادورو د نیولو عملیات ترسره کړي دي.
د سرچینو د مالوماتو پر اساس، مادورو او د هغه مېرمن پرون د شنبې په ورځ نیویارک ته انتقال شوي؛ ترڅو د نشه یې توکو قاچاق او د ترهګره ډلو سره د همکارۍ تورونو له امله محاکمه شي، هغه تورونه، چې مادورو یې نه مني.
بل پلو د امریکا لویې څارنوالې پام بونډي د هغه پر ضد نوی شکایت وړاندې کړی، چې له ۲۰۲۰م کال راهیسې ورته تورونه متوجه دي.
د یادونې وړ ده، چې دا بریدونه له هغه وروسته ترسره شول، چې امریکا له میاشتو راهیسې په سیمه کې خپل پوځی حضور ډېر کړی و، د USS Gerald R. Ford الوتکه وړونکې بېړۍ او ګڼ شمېر نورې جنګي بېړۍ یې کاریبین ته لېږلې وې او د نشهيي توکو د لېږدونکو څه باندې ۳۰ کښتو پر وړاندې مرګوني بریدونه ترسره شوي وو.




