کابل، افغانستان|info@kohinoornews.com
KohiNoor
رښتینی خبر، روښانه تصویر

پر پاکستان د هندي ځواکونو د بریدونو له امله ۱۷۲ تنو ته مرګ ژوبله اوښتې

د پاکستاني پوځ د مطبوعاتو او عامه اړیکو څانګې خبر ورکړی چې پر دغه هېواد د هندي ځواکونو د بریدونو په پایله کې ۵۱ تنه مړه او ۱۲۱ نور ټپیان شوي دي. د پاکستان پوځ د هندي ځواکونو له لوري د اوښتې مرګ ژوبلې او زیانونو په اړه په تازه خپرو شوو مالوماتو کې راغلي چې په دغه بریدونو کې ۱۱ پوځیان او ۴۰ نور ملکي وګړي وژل شوي دي. همدا…

2025-05-13 03:56 28۲ دقیقې لوستل
پر پاکستان د هندي ځواکونو د بریدونو له امله ۱۷۲ تنو ته مرګ ژوبله اوښتې

د پاکستاني پوځ د مطبوعاتو او عامه اړیکو څانګې خبر ورکړی چې پر دغه هېواد د هندي ځواکونو د بریدونو په پایله کې ۵۱ تنه مړه او ۱۲۱ نور ټپیان شوي دي.

د پاکستان پوځ د هندي ځواکونو له لوري د اوښتې مرګ ژوبلې او زیانونو په اړه په تازه خپرو شوو مالوماتو کې راغلي چې په دغه بریدونو کې ۱۱ پوځیان او ۴۰ نور ملکي وګړي وژل شوي دي.

همدارنګه د هندي ځواکونو لخوا پر پاکستان په ترسره شوو بریدونو کې ۷۸ پوځیان او امنیتي پرسونل ټپیان شوي دي.

وروسته له هغې چې پاکستان پر هندي کشمیر برید ترسره کړ دواړو هېوادونو یو پر بل د ډرون او جیټ الوتکو بریدونه کړي او یو بل ته د تلفاتو د اړولو دعوې یې هم کړې دي.

د هندي ځواکونو پر وینا دوی د روانې مۍ میاشتې په اووم تاریخ پاکستان کې بریدونه وکړل او هلته یې د وسله والو مرکزونه له منځه یوړل.

د دغه ګاونډیو هېوادونو ترمنځ له څلور ورځې جګړې وروسته د امریکا په منځګړیتوب اوربند رامنځته شو چې دا مهال اسلام اباد او نوی ډیلی د اور بند لپاره دویم پړاو خبرو ته اماده ګې نیسي.

باید وویل شي چې د هند لومړي وزیر نریندرا مودي په تازه څرګندونو کې ویلي چې پر پاکستان مو یواځې پوځي اقدامات ودرولي او همداراز یې ویلي چې د یاد هېواد هر ګام یې تر څارنې لاندې نیولی دی.

لیکوال/اېډېټر: Bilal ahmad Meerani
Bilal ahmad Meerani
Bilal ahmad Meerani

بلال احمد مېړنی افغان خبريال دی. د لغمان پوهنتون له ژونالېزم پوهنځی فارغ دی او له بېلابېلو رسنيو سره د کار درې کلنه کاري تجربه لري. هغه اوسمهال د کوه نور خبري اژانس لپاره پر مهمو سياسي او ټولنيزو موضوعاتو راپورونه او خبرونه جوړوي.

تبصرې

تبصره پرېږدئ

تبصره د تایید وروسته خپرېږي.

اړوند مطالب