اوکرايني چارواکو ويلي چې روسيې نن چهارشنبه د اوکراین پلازمينې کييف باندې توغنديز بريدونه کړي چې له امله يې يو عام وګړی وژل شوی او درې نور ټپيان دي.
رويټرز د اوکراين د ولسمشر د دفتر رييس له قوله ويلي چې په دغه بريدونو کې اورلګېدنه هم رامنځته شوې ده.
د اوکرایني چاروکو په خبره، اورلګېدنه په هغه ودانيو کې هم رامنځته شوې چې خلک پکې اوسېدل، خو د تلفاتو په اړه يې سه ندي ويلي.
دغه بريد نن د شپې دوه بجې شوی وو معلومه نده چې پکې له کوم ډول توغنديو ګټه اخيستل شوې چې له امله يې رادار هم په شنډولو کې پاتې راغلی دی.
دغه بريد داسې مهال کيږي چې ټرمپ ويلي وو، د جنګ د له منځه وړلو لپاره له روسیې او اوکراین سره خبرې وکړي.
د يادونې وړ ده چې د اوکراين ولسمشر ويلي وو ډېر ژر به له امريکايي چارواکو سره خبرې وکړي.




