د ايران ولسمشر مسعود پزشکيان نن له رسنیو سره خبرو کې ويلي، امريکا او ايران غواړي چې ايران کې د لاريونونو له امله ګډوډي رامنځته کړي.
هغه له خپلو خلکو غوښتي، چې د پرديو په خوله دې د خپل هېواد امنیت او نظم نه خرابوي.
هغه همداراز په لاريونوالو نيوکه کړې، چې روان لاريون يې د قانون په چوکاټ کې، نه بلکې د تاوتريخوالي سره مل دی.
پزشکيان دغه راز هغه کسان چې تاوتريخوالي کوي، د ايران پر ضد تورن کړي دي.
ايران کې نن د لاریونونو ۱۵مه ورځ ده، چې تا هم په شدت کې روان دي او ګڼ شمېر کسانو ته پکې مرګ ژوبله اوښتې.
که څه هم لاريونوال د اوسنيو نظام پر ضد شعارونه ورکوي، خو ايران ويلي، چاته اجازه نه ورکوي، چې د ايران پر ضد اقدام وکړي.




