ڪابل (ڪوه نور، ۷ جدي ۱۴۰۴): د ایران ولسمشر مسعود پزشکیان اعلان کړی، چې امریکا، اس،رای،لو او اروپايي هېوادونو پر ایران «یو بشپړ جنګ» روان کړی دی.
نوموړي د ډسمبر ۲۷مه، د ایران د مشر خامنهای له رسمي ویبسایټ سره په یوه مرکه کې ویلي، یاد هېوادونه هڅه کوي، چې ایران له پښو وغورځوي او دا جګړه یې له ۱۹۸۰ لسیزې د ایران-عراق تر جګړې هم پېچلې او سخته بللې ده.
پزشکیان زیاته کړې، د امریکا او اسرای،،یل وروستي بریدونه د ایران پر پوځي، هستهيي او ملکي سیمو شوي، چې په نتیجه کې یې سلګونه کسان وژل شوي او د ایران او امریکا ترمنځ هستهيي خبرې هم درېدلې دي.
هغه همداراز ویلي، د امریکا د «اعظمي فشار» پالېسي لا هم روانه ده، چې له امله یې د ایران پر اقتصاد سخت فشار راغلی او د هېواد د نفتو عواید کم شوي دي.




