کابل، افغانستان|info@kohinoornews.com
KohiNoor
رښتینی خبر، روښانه تصویر

پزشکیان: جګړه هغه وخت پای ته رسېږي چې زمونږ شرطونه ومنل شي

د ایران ولسمشر مسعود پزشکیان ویلي، چې د جګړې د پای ته رسېدو لپاره باید امریکا او اسرائیل د ایران درې شرطونه ومني. پزشکیان پر اېکس لیکلي چې د روسیې او پاکستان له مشرانو سره یې هم په دې اړه خبرې کړې دي. د هغه په وینا، د دې جګړې د پای ته رسېدو یوازینۍ لاره دا ده چې د ایران مشروع حقونه وپېژندل شي، د اوښتو زیانونو جبران وشي…

2026-03-12 07:16 313۱ دقیقې لوستل
پزشکیان: جګړه هغه وخت پای ته رسېږي چې زمونږ شرطونه ومنل شي

د ایران ولسمشر مسعود پزشکیان ویلي، چې د جګړې د پای ته رسېدو لپاره باید امریکا او اسرائیل د ایران درې شرطونه ومني.

پزشکیان پر اېکس لیکلي چې د روسیې او پاکستان له مشرانو سره یې هم په دې اړه خبرې کړې دي.

د هغه په وینا، د دې جګړې د پای ته رسېدو یوازینۍ لاره دا ده چې د ایران مشروع حقونه وپېژندل شي، د اوښتو زیانونو جبران وشي او د راتلونکو بریدونو د مخنیوي لپاره قوي نړیوال تضمینونه ورکړل شي.

دا څرګندونې داسې مهال کېږي چې وړمه ورځ د ایران بهرنیو چارو وزیر عباس عراقچي ویلي وو له امریکا سره د هېڅ راز خبرو اړتیا نشته.

لیکوال/اېډېټر: Nazo omari
Nazo omari
Nazo omari

نازو عمري په رسنيو کې د کار درې کلنه تجربه لري. هغه اوسمهال د کوه نور نيوز خبرياله ده او په بېلابېلو سياسي او ټولنیزو موضوعاتو خبرونه او راپورونه جوړوي.

تبصرې

تبصره پرېږدئ

تبصره د تایید وروسته خپرېږي.

اړوند مطالب