خبریاله: نازو عمري
د ایران ولسمشر مسعود پژشکیان خپلو حکومتي چارواکو ته امر کړی چې له افغانستانه د اوبو د حق آبې لاسته راوړلو موضوع په جدي ډول تعقیب کړي.
د ایران دولتي رسنۍ راپور ورکړی چې، دا سپارښتنه د ولسمشر د اندېښنو څرګندونه ده، ځکه ایران دا مهال له سختې وچکالۍ او د اوبو له کمښت سره مخ دی.
د ایران د اوبو او برېښنا وزیر، عباس عليآبادي، ویلي، چې ایران او ترکمنستان پر هریرود سیند قانوني حق لري، خو د افغانستان له لوري د سلما بند جوړېدو د اوبو بهیر کم کړی او د ایران بندونه یې له ستونزو سره مخ کړي دي.
علي آبادي دغه راز ټینګار کوي؛ چې ایران چمتو دی چې د ګډو سیندونو د اوبو په مدیریت کې له ا.ا.ا سره همکاري وکړي.
نوموړي ویلي، ایران څو ځله د ا.ا.ا چارواکي بللي، چې د ایران له اوبو سیسټم څخه لیدنه وکړي، او که اړتیا وي، ایران به هم یو پلاوی افغانستان ته ولېږي، څو دا موضوع له نژدې وڅېړي.




