کابل، افغانستان|info@kohinoornews.com
KohiNoor
رښتینی خبر، روښانه تصویر

پزشکیان: د اټومي بم د جوړولو نیت نه لرو

خبریال: فرمان الله زبیرزی  د ایران ولسمشر مسعود پزشکیان په تهران کې رسنیو ته ویلي، پخوا یې له متحده ایالاتو سره خبرې کړي او د یوې هوکړې لپاره چمتو دي؛ خو دوئ دا بهیر د جګړې له لارې خراب  کړی دی.  پزشکیان زیاتوي، واشنټن د خبرو د دوام لپاره بې ځایه شرطونه مخ ته کوي او مونږ  یې منلو ته چمتو نه یوو. د ن…

2025-12-18 04:18 140۱ دقیقې لوستل
پزشکیان: د اټومي بم د جوړولو نیت نه لرو

خبریال: فرمان الله زبیرزی

 د ایران ولسمشر مسعود پزشکیان په تهران کې رسنیو ته ویلي، پخوا یې له متحده ایالاتو سره خبرې کړي او د یوې هوکړې لپاره چمتو دي؛ خو دوئ دا بهیر د جګړې له لارې خراب  کړی دی.

 پزشکیان زیاتوي، واشنټن د خبرو د دوام لپاره بې ځایه شرطونه مخ ته کوي او مونږ  یې منلو ته چمتو نه یوو.

د نوموړي پر وینا، ایران سوله غواړي او له هېڅ لوري سره شخړه نه غواړي او څو ځله مو اعلان کړی، چې د اټومي بم د جوړولو نیت نه لرو.

د سر چینې د معلوماتو له مخې، امریکا هڅه کوي زموږ د ځواک ټول عناصر ترې واخلي او هېواد مو د اسرائیل پر وړاندې کمزوری کړي.

لیکوال/اېډېټر: KohiNoor

تبصرې

تبصره پرېږدئ

تبصره د تایید وروسته خپرېږي.

اړوند مطالب