د پنسلوانيا ایالت چارواکي وايي، تېره ورځ دغه ايالت کې يو تن روغتون کې پر خلکو ډزې وکړې چې له امله يې يو پوليس ووژل شو او پنځه تنه نور ټپيان شول.
رويټرز د دغه ايالت د چارواکو له قوله ويلي، مشکوک کس ديوګنس ارکانجل اورتيز نومېده او د پېښې په ځای کې د پولیسو له لوري وژل شوی دی.
د پنسلوانيا ايالت د يوروک سیمې څارونوال ټيم بارکر ويلي: « اورتيز روغتون ته په ننوتو بېړنۍ خونې ته لاړ او پر خلکو يې بريد وکړ چې له امله يې يو نرس، يو ډاکټر او ساتونکی ټپيان او دغه راز يو پوليس ووژل شو.»
سرچینې دغه راز ويلي، پېښه کې وژل شوی پولیس اندرو دوارت نومېده او له نوموړي سره دوه نولس افسران ټپيان هم دي، خو روغتيايي حالت يې د اندیښنې وړ ندی.
سرچينې د پېښې د علت په اړه سه ندي ويلي.




