پنټاګون منلې چې قطر کې د امريکا پر پوځي اډه د ايران يو توغندی لګېدلی دی
ايراني رسنيو راپور ورکړی چې د ايران له لوري قطر کې د امريکا پر پوځي اډې العديد بريد کې يو بالستيک توغندی دغه اډه کې لګېدلی دی.
د پنټاګون وياند شان پارنل ويلي، د جون په ۲۳مه يو بالستيک توغندی د امريکا پوځي اډې په انګړ کې لګېدلی دی.
اېسنا خبري اژانس ليکلي، د ايران له لوري نور توغندي د امريکا او قطر په ګډې همکاري شنډ شوي دي.
ورته مهال بیا پنټاګون دا هم ويلي، قطر کې العديد اډه لا هم فعاله ده او له دغه ځايه به د اړتيا پر مهال نظامي ماموريتونه کيږي.
ايران قطر کې د سيمې په کچه د امريکا لويه پوځي اډه العديد هغه مهال په نښه کړه چې دغه هېواد د اسرايلو د ملاتړ په موخه ايران کې د B-2 الوتکو په واسطه ايران کې د نطنز، اصفهان او فردو اټومي اډې په نښه کړی.
که څه هم ايران له بريد وروسته وويل چې له اډو يې مهمات اېستلي وو، خو ټرمپ بار - بار ادعا وکړه چې دغه اټومي اډې يې له منځه وړي دي.
امريکا پر ايران دغه بريدونه داسې مهال وکړل چې له دغه هېواد سره يې اټومي مذاکراتو جريان لره، خو ايران له بريد وروسته امريکا سره مذاکرات لغوه او د اټومي انرژي له نړيوال اژانس یې د وتلو پرېکړه هم وکړه.
دا په داسې حال کې ده چې ټرمپ ويلي وو، ايران قطر کې د دغه هېواد پر پوځي اډې له بريد وړاندې خبر کړی وو.




