د راپورونو پر اساس لاریونکوونکو په ناريل سيمه کې د بنګلدیش د کرکټ د ملي لوبډلې د پخواني کپتان او په پارلمان کې د عوامي ګوند غړي مشرفي مرتضی کور ته اور اچولی دی.
مشرفي مرتضی د بنګلهدېش يو له برياليو لوبډلمشرانو څخه و چې خپله لوبډله یې د ۲۰۱۸ کال د يو ورځينيو اسیا جام لوبو کې تر پایلوبې رسولې وه.
هغه دغه راز، د ۲۰۱۵ کال په نړۍوال جام کې خپله لوبډله تر کوارټرفاينله او د ۲۰۱۷ کال په چمپينز ټرافي کې تر نيمه پایلوبې وویسته.
دی يو بريالی لوبډلمشر بلل کېده چې له امله یې ګڼ شمیر مينوال لرل او همدا علت و چې په ۲۰۱۸ کال کې یې له کرکټ څخه د تقاعد له اعلان سره سم سیاست ته مخه کړه او په پارلمان کې یې د ناريل سيمې د خلکو استازولي وګټله.
هلته د اوسني واکمن ګوند پر ضد له تېرې يوې میاشتې راهیسې لاریونونه روان دي چې بالاخره د لومړۍ وزیرې حیسنه واجد پر استعفاء هم نه دي ارام شوي.
لاریونکوونکو د واکمن ګوند پر دفترونو او د پارلمان د غړو په کورونو چور ګډ کړی دی.
ناصر حليمي




