کابل، افغانستان|info@kohinoornews.com
KohiNoor
رښتینی خبر، روښانه تصویر

په اسرائيلو د حماس ډلې بريد؛ ۴۰ اسرائيليان وژل شوي او له ۷۰۰ ډېر ټپيان دي

حماس ډلې نن سهار «شنبه د سپتمبر ۷مه» پر اسرائیلو د توغندويي او ځمکني بریدونو خبر ورکړ. د حماس ډلې پوځي قومندان محمد الضیف، په داسې حال کې چې فلسطینیانو ته د جګړې بلنه ورکوي، زیاتوي چې دغې ډلې نن د اسرائیلو په لور ۵زره توغندي توغولي دي. هغه دغه ورځ د ځمکې پر مخ د وروستي ښکېلاک د پای لپاره د جګړې لویه ورځ بلل…

2023-10-07 05:44 67۲ دقیقې لوستل
په اسرائيلو د حماس ډلې بريد؛ ۴۰ اسرائيليان وژل شوي او له ۷۰۰ ډېر ټپيان دي

حماس ډلې نن سهار «شنبه د سپتمبر ۷مه» پر اسرائیلو د توغندويي او ځمکني بریدونو خبر ورکړ.

د حماس ډلې پوځي قومندان محمد الضیف، په داسې حال کې چې فلسطینیانو ته د جګړې بلنه ورکوي، زیاتوي چې دغې ډلې نن د اسرائیلو په لور ۵زره توغندي توغولي دي.

هغه دغه ورځ د ځمکې پر مخ د وروستي ښکېلاک د پای لپاره د جګړې لویه ورځ بللې.

د حماس ډلې عمومي مشر هم ويلي: « مونږ پرېکړه کړې، چې نور بس ده او مقابلې ته دوام ورکوو.»

د اسرائیلو د بیړنیو خدماتو اداره وايي، د فلسطیني وسله والو له خوا د اسرائیلو په خاوره د راکټونو او ځمکنیو بریدونو له امله لږ تر لږه ۴۰ اسرائیلیان وژل شوي او تر ۷۰۰ زیات ټپیان شوي دي.

بل خوا فلسطیني چارواکي وايي، پر غزې د اسرائیلو په غچ اخیستونکو بریدونو کې ۱۹۸ کسان وژل شوي او تر ۱۰۰۰ ډېر ټپیان دي.

تر دې مخکې د اسراييلو له خوا ويل شوي وو چې د غزې په تړانګه کې يې د راکټي بريدونو په ځواب کې پر هدفونو بريدونه پيل کړي دي.

د حماس د وسله والې ډلې لسګونه وسله وال د غزې له تړانګې څخه په ناڅاپي برید کې د اسرائیلو جنوبي سیمو ته ننوتلي دي.

 حماس فلسطيني ډلې يو شمېر اسرائيلي اتباع ژوندي نيولي دي.

د اسراييلو لومړي وزير بنيامين نتنياهو په يوه ويډيو کې ويلي، "موږ د جګړې په حالت کې يو، جګړه به وګټو".

د اسراييلي او فلسطيني ځواكونو ترمېنځه لا هم د جنوبي اسراييلو په بېلا بېلو ځايونو كښې ډزې روانې دي.

لیکوال/اېډېټر: KohiNoor

تبصرې

تبصره پرېږدئ

تبصره د تایید وروسته خپرېږي.

اړوند مطالب