خبریاله: نازو عمري
د ایران په پلازمېنه تهران او ګڼو نورو ښارونو کې د اقتصادي ستونزو، د پیسو ارزښت کمېدو او د ډالرو پر وړاندې د تومن بېساري لوېدو له امله پراخ لاریونونه پیل شوي دي.
دا لاریونونه د یکشنبې په ورځ هغه وخت پيل شوي، کله، چې د تهران په لوی بازار کې پلورونکو د اعتصاب اعلان وکړ.
له هغې وروسته دغه لاریونونه همدان، کرج، قشم، شیراز، کرمانشاه، اصفهان، یزد او نورو ښارونو ته هم وغځېدل.
پولیسو د لاریونونه د کنټرول لپاره اوښکې بهوونکی ګاز کارولی دی.
د ایران ولسمشر مسعود پزشکیان د ياد هېواد د مرکزي بانک د مشر محمدرضا فرزین استعفا منلې او پر ځای یې د اقتصاد پخوانی وزیر عبدالناصر همتي ګمارلی دی.
د پوهنتونونو محصلین هم دې مظاهرو کې فعاله ونډه لري او د حکومت ضد شعارونه یې ورکړي دي، چې پکې "مرګ پر دیکتاتور" شعار ډېر تکرار شوی دی ، چې یوه نغوته یې د ایران ستر مشر علي خامنهای ته ګڼل کېږي.




