په ایران کې د قاسم سلیماني مجسمه نړول شوې
خبرياله: نازو عمري د ایران په بېلابېلو ښارونو کې روانو لاریونونو نوی پړاو اخیستی. لاریونوالو د فارس ولایت په کوه‌چنار سیمه کې د قاسم سلیماني مجسمه نړولې او ښکته یې غورځولې ده. په ټولنیزو رسنیو خپرو شوو ویډیوګانو کې ښکاري چې لاریون کوونکي د سپاه پاسداران پخواني قومندان قاسم سلیماني مجسمه نړوي او د اسلامي جمهو…
2026-01-07 23:58 138۱ دقیقې لوستل
خبرياله: نازو عمري
د ایران په بېلابېلو ښارونو کې روانو لاریونونو نوی پړاو اخیستی. لاریونوالو د فارس ولایت په کوهچنار سیمه کې د قاسم سلیماني مجسمه نړولې او ښکته یې غورځولې ده.
په ټولنیزو رسنیو خپرو شوو ویډیوګانو کې ښکاري چې لاریون کوونکي د سپاه پاسداران پخواني قومندان قاسم سلیماني مجسمه نړوي او د اسلامي جمهوریت بېرغ هم راکوزوي، وروسته یې د خپل اعتراض په بڼه پرې کوي.
دا لاريونونه دولس ورځې وړاندې ورسته له هغه پیل شول، چې دتومن پر وړاندې د ډالرو بيه ناڅاپي لوړه شوه.

Hamdullah Danishحمدالله دانش په ژورنالېزم کې درې کلنه تجربه لري او اوسمهال د کوه نور خبري اژانس لپاره د ټولنیزو او سياسي موضوعاتو په اړه راپورونه او خبرونه جوړوي.