خبرياله: صابر احمدزی
نن د ایران په بندرعباس کې د ماسپښین شاوخوا ۲:۱۰ بجې د معلم بولوار اړوند بهارستان استوګني مجتمع کې زوروره چاودنه وشوه.
د راپورونو له مخې، چاودنه په یوه استوګنیز اپارتمان کې رامنځته شوې چې له امله یې د ودانۍ دوهم او درېیم پوړ ته زیان اوښتی او څو تنه ټپیان شوي دي.
د هرمزګان د بیړنیو خدماتو مسؤلینو ویلي، ټپیان روغتونونو ته لېږدول شوي او تر دې دمه په بندرعباس کې د مرګ کومه رسمي پېښه نه ده تایید شوې.
چارواکي زیاتوي چې د چاودنې اصلي لامل لا هم تر څېړنې لاندې دی او د ګاز چاودنه هم د تایید یا رد وړ نده.
بل لور ته، همدا نن د خوزستان ولایت په اهواز ښار، کیانشهر سیمه کې په یوه استوګنیز کور کې د ګاز چاودنه شوې چې له امله یې ۵ کسان وژل شوي او ۲ نور ټپیان شوي دي.
د دې پېښې په تړاو چارواکو ویلي چې د بندرعباس له چاودنې سره هېڅ تړاو نه لري او دا یوه جلا پېښه ده.
ایراني امنیتي او دولتي سرچینو په بندرعباس کې د هر ډول برید، ډرون حملې او یا د سپاه اړوند هدف ګرځولو ادعاوې په کلکه رد کړې او هغه یې بېاساسه اوازې بللې دي.
چارواکي وایي، د دواړو پېښو په اړه څېړنې روانې دي او وروستي معلومات به وروسته له رسنیو سره شریک شي.




