کابل، افغانستان|info@kohinoornews.com
KohiNoor
رښتینی خبر، روښانه تصویر

په تېر ۲۰۲۵ کال کې ۸۵ افغانان په ایران کې اعدام شوي

خبرياله: نازو عمري  د ایران د بشري حقونو سازمان وایي، چې په تېر ۲۰۲۵ کال کې له ۸۵ ډېر افغان کډوال د ایران له لوري اعدام شوي دي. د یاد سازمان مشر، محمود امیري مقدم، ویلي چې دا شمېره په تېرو پنځلسو کلونو کې تر ټولو لوړه بلل کېږي. د نوموړي په وینا، اعدام شوي کسان د نشه‌يي توکو د قاچاق، جنسي تېري او قتل په تورونو…

2026-02-12 11:32 69۱ دقیقې لوستل
په تېر ۲۰۲۵ کال کې ۸۵ افغانان په ایران کې اعدام شوي

خبرياله: نازو عمري 

د ایران د بشري حقونو سازمان وایي، چې په تېر ۲۰۲۵ کال کې له ۸۵ ډېر افغان کډوال د ایران له لوري اعدام شوي دي.

د یاد سازمان مشر، محمود امیري مقدم، ویلي چې دا شمېره په تېرو پنځلسو کلونو کې تر ټولو لوړه بلل کېږي.

د نوموړي په وینا، اعدام شوي کسان د نشه‌يي توکو د قاچاق، جنسي تېري او قتل په تورونو محکوم شوي وو.

امیري مقدم دغه شمېرې ازادي راډیو ته په خبرو کې تایید کړي دي.

دا په داسې حال کې ده، چې تېره ورځ په ایران کې د درې افغانانو په ګډون ۱۴ کسان اعدام شوي دي.

لیکوال/اېډېټر: KohiNoor

تبصرې

تبصره پرېږدئ

تبصره د تایید وروسته خپرېږي.

اړوند مطالب