کابل، افغانستان|info@kohinoornews.com
KohiNoor
رښتینی خبر، روښانه تصویر

په مراکش کې د زلزلې له امله د مړو شمیر تر ۲۵۰۰ تنو واوښت

په مراکش کې له خونړۍ زلزلې درې ورځې وروسته رويټرز خبري اژانس راپور ورکړی، چې د مړو شمېر ۲۵۶۲ تنو ته رسېدلی دی. د دوشنبې په شپه (د سپتمبر ۱۱مه) رويټرز د خپلو سرچینو په حواله راپور ورکړ چې په ددغې کې لږ تر لږه ۲۵۶۲ نور کسان ټپیان شوي دي. د مراکش چارواکو تراوسه د دغې زلزلې له امله د ورکو شویو کسانو د دقیق شمېر په اړه څه ن…

2023-09-11 13:00 13۱ دقیقې لوستل
په مراکش کې د زلزلې له امله د مړو شمیر تر ۲۵۰۰ تنو واوښت

په مراکش کې له خونړۍ زلزلې درې ورځې وروسته رويټرز خبري اژانس راپور ورکړی، چې د مړو شمېر ۲۵۶۲ تنو ته رسېدلی دی.

د دوشنبې په شپه (د سپتمبر ۱۱مه) رويټرز د خپلو سرچینو په حواله راپور ورکړ چې په ددغې کې لږ تر لږه ۲۵۶۲ نور کسان ټپیان شوي دي.

د مراکش چارواکو تراوسه د دغې زلزلې له امله د ورکو شویو کسانو د دقیق شمېر په اړه څه نه دي ویلي.

په همدې حال کې ملګري ملتونه وايي، چې د مراکش په بېلابېلو ښارونو کې له زلزلې وروسته شاوخوا درې سوه زره کسان زیانمن شوي دي.

چې د دغه هېواد چارواکي لا تر اوسه نه دي توانېدلي جد زلزلې له امله د اوښتو مالي زیانونو اندازه معلومه کړي.

تر اوسه زیات شمیر د ژغورنې ډلې له خاورو څخه د مړو په ایستلو بوختې دي.

درې ورځې وړاندې د جمعې په شپه ( د سپتمبر ۸مه) زلزلې د ځاني او مالي زیانونو ترڅنګ د مراکش په ښار کې یو شمېر تاریخي ودانۍ هم ویجاړې کړې.

لیکوال/اېډېټر: KohiNoor

تبصرې

تبصره پرېږدئ

تبصره د تایید وروسته خپرېږي.

اړوند مطالب