کابل، افغانستان|info@kohinoornews.com
KohiNoor
رښتینی خبر، روښانه تصویر

په هند کې د یوې مذهبي غونډې پرمهال ۸۷ کسان وژل شوي

د هندي رسنیو د راپور له مخې د اتراپردیش ایالت  هاتراس سېمه کې په یوه مذهبي غونډه کې د ګڼې ګوڼې په پېښه کې لږ تر لږه ۸۷ کسان وژل شوي او تر سلو ډېر ټپیان دي. د روغتیا لوی رییس اومیش کمار ترپاټي وایي، په وژل شویو کې  ښځې او نارینه شامل دي او زیاته یې کړه چې ښایي د مړو شمېر ډېر شي. سرچینه وایي، ټېل ماټېل هغه مهال…

2024-07-02 05:25 328۱ دقیقې لوستل
په هند کې د یوې مذهبي غونډې پرمهال ۸۷ کسان وژل شوي

د هندي رسنیو د راپور له مخې د اتراپردیش ایالت  هاتراس سېمه کې په یوه مذهبي غونډه کې د ګڼې ګوڼې په پېښه کې لږ تر لږه ۸۷ کسان وژل شوي او تر سلو ډېر ټپیان دي.

د روغتیا لوی رییس اومیش کمار ترپاټي وایي، په وژل شویو کې  ښځې او نارینه شامل دي او زیاته یې کړه چې ښایي د مړو شمېر ډېر شي.

سرچینه وایي، ټېل ماټېل هغه مهال رامنځته شو چې ګډونوال د مذهبي مشر بهول بابا مخې ته ورغلل.

چارواکو تر دې دمه د پېښې لامل ګڼه ګوڼه یاده کړي خو دا یې نه دې ویلي چې څومره خلک غونډې ته راټول شوي وو.

د یادونې وړ ده چې په ۲۰۱۶ کال کې هلته د اورلګیدنې له امله لږ تر لږه ۱۱۲ کسان وروسته له هغې ووژل شول چې د هندوانو د نوي کال په مناسبت راټول شوي وو.

لیکوال/اېډېټر: Khatera Akbari
Khatera Akbari
Khatera Akbari

خاطره اکبري افغانه خبرياله ده. هغه اوسمهال د افغان پرېس خبري اژانس لپاره د سياسي، ټولنیزو او ورځنيو موضوعاتو په اړه راپورونه ليکي.

تبصرې

تبصره پرېږدئ

تبصره د تایید وروسته خپرېږي.

اړوند مطالب