د راپورونو له مخې د دغه هېواد په بلوچستان او خیبرپښتونخوا ايالتونو کې ۳ تنه وژل شوي او ۸ نور ټپيان دي.
د ياد هېواد په بلوچستان ايالت کې د نظامي ځواکونو د ګزمې په موټر ناپېژانده وسلوالو بريد کړی، چې له امله يې څلور تنه ټپيان شوي.
همداراز د دغه هېواد د خیبر پښتونخوا هانګو سیمه کې د وسلوالو له ۲ تنه وژل شوي او ۴ نور ټپيان دي همداراز د ياد ايالت په کرک سیمه کې يو عسکر د ناپيژاندو وسلوالو له لوري په ډزو وژل شوی.
د راپورونو په اساس تېره شپه خیبرپښتونخوا کې د نظامي ځواکونو پر يوې پوستې برید شوی؛ خو لا يې په اړه کره معلومات ندي ورکړل شوي.




