کابل، افغانستان|info@kohinoornews.com
KohiNoor
رښتینی خبر، روښانه تصویر

پوتين: د اوکراين د کړکيچ د سولييز حل په موخه د چين د پلان ملاتړ کوي

د روسيې ولسمشر ولاديمير پوتين په يوه مرکه کې ويلي، مسکو د بيجنګ د هغه پلان ملاتړ کوي چې د اوکراين دوه کلن کړکيچ د سولييز حل په موخه يې وړاندې کوي   د رويټرز خبري اژانس د راپور له مخې، نوموړی به سبا بېجنګ‌ ته سفر وکړي   پوتين ويلي، بيجنګ د دغه کړکېچ په اړه پوره معلومات لري.   ده د چين ته له سفر وړاند…

2024-05-14 20:09 80۲ دقیقې لوستل
پوتين: د اوکراين د کړکيچ د سولييز حل په موخه د چين د پلان ملاتړ کوي

د روسيې ولسمشر ولاديمير پوتين په يوه مرکه کې ويلي، مسکو د بيجنګ د هغه پلان ملاتړ کوي چې د اوکراين دوه کلن کړکيچ د سولييز حل په موخه يې وړاندې کوي

 

د رويټرز خبري اژانس د راپور له مخې، نوموړی به سبا بېجنګ‌ ته سفر وکړي

 

پوتين ويلي، بيجنګ د دغه کړکېچ په اړه پوره معلومات لري.

 

ده د چين ته له سفر وړاندې د دغه له شینهوا خبري اژانس سره په خبرو کې ويلي، هېواد يې د دوه کلنې شخړې د‌ هواري په موخه خبرو ته چمتو دی.

 

کرملين ماڼۍ د پوتين له خولې په يوه خبر کې ويلي، ««مونږ د اوکراين د حل په موخه د چين د چلند په اړه مثبته ارزونه کوو»»

 

پوتين داسې مهال چین ته سفر کوي چې تازه د امريکا د بهرنيو چارو وزير انټوني بلېنکن د اوکراين پلازمېنې کېف ښار ته تللی او هلته يې د اوکراين له ولسمشر زيلنسکي سره ليدلي دي.

 

ده د خپل سفر موخه د روسيې پر وړاندې له اوکراين څخه ملاتړ ياد کړی دی.

 

ده همداراز له زيلنسکي سره په ليدنه کې ويلي، د دغه هېواد کانګرس له اوکراين سره ۶۱ مليارده اوږد مهاله مرسته هم اعلان کړې ده.

 

د روسيې او د اوکراين د کړکېچ دوه کاله پوره شول، خو لا يې هم کومه نتیجه نده ورکړې هغه چې ولسمشر پوتین چين ته په خپل وروستي سفر کې له اوکراين سره د کړکېچ د حل په موخه د خبرو کولو اراده کړې ده.

لیکوال/اېډېټر: Hamdullah Danish
Hamdullah Danish
Hamdullah Danish

حمدالله دانش په ژورنالېزم کې درې کلنه تجربه لري او اوسمهال د کوه نور خبري اژانس لپاره د ټولنیزو او سياسي موضوعاتو په اړه راپورونه او خبرونه جوړوي.

تبصرې

تبصره پرېږدئ

تبصره د تایید وروسته خپرېږي.

اړوند مطالب