کابل، افغانستان|info@kohinoornews.com
KohiNoor
رښتینی خبر، روښانه تصویر

پوتين د اوکراين پر اټومي تاسيساتو د يو مياشتني اوربند پرېکړه منلې

د روسيې ولسمشر ولادمير پوټین تېره ورځ منلې چې راتلونکې يوه مياشت به د اوکراين پر انرژي او اټومي تاسيساتو بريدونه نکوي، خو ويلي يې دي چې دغه پرېکړه د بشپړ اوربند لامل نشي کېدای. رويټرز خبري اژانس ويلي، پوتين منلې چې تر يوې مياشتې به دواړه هېوادونه د يو بل پر اټومي تاسيساتو بريدونه نکوي. دغه پرېکړه داسې مهال کيږي چې تېره…

2025-03-18 21:58 109۱ دقیقې لوستل
پوتين د اوکراين پر اټومي تاسيساتو د يو مياشتني اوربند پرېکړه منلې

د روسيې ولسمشر ولادمير پوټین تېره ورځ منلې چې راتلونکې يوه مياشت به د اوکراين پر انرژي او اټومي تاسيساتو بريدونه نکوي، خو ويلي يې دي چې دغه پرېکړه د بشپړ اوربند لامل نشي کېدای.

رويټرز خبري اژانس ويلي، پوتين منلې چې تر يوې مياشتې به دواړه هېوادونه د يو بل پر اټومي تاسيساتو بريدونه نکوي.

دغه پرېکړه داسې مهال کيږي چې تېره شپه پوتين له خپل امریکايي سیال سره له دوه ساعتو ډېرې تيليفوني خبرې وکړې.

له دې وړاندې هم د روسيې او امريکا ترمنځ اوکراین کې د سولې په اړه خبرې پيل شوې چې زيلنسکي پکې د خپل نشتون له امله مخالفت کړی وو.

په همدې حال کې بيا زيلنسکي له دغې پریکړې هرکلی کړی دی او ويلي يې دي چې هيله لري د دواړو هېوادونو د ولسمشرانو د خبرو بشپړ جزيات ورسره شريک کړل شي.

لیکوال/اېډېټر: Hamdullah Danish
Hamdullah Danish
Hamdullah Danish

حمدالله دانش په ژورنالېزم کې درې کلنه تجربه لري او اوسمهال د کوه نور خبري اژانس لپاره د ټولنیزو او سياسي موضوعاتو په اړه راپورونه او خبرونه جوړوي.

تبصرې

تبصره پرېږدئ

تبصره د تایید وروسته خپرېږي.

اړوند مطالب