کابل، افغانستان|info@kohinoornews.com
KohiNoor
رښتینی خبر، روښانه تصویر

پوتين: د اوکراين پوځ جګړه کې په شا روان دی

 د روسيې ولسمشر ولاديمير پوتين ويلي، روان ۲۰۲۵ زيږديز کال یې د اوکراين ۵۰۰۰ کيلو متره مربع ځمکه نيولې ده. نوموړي ويلي، له اوکراين سره جګړه کې ستراتيژيک ابتکار په بشپړ ډول د مسکو لاس کې دی. نوموړي دغه څرګندونې د خپل د زوکړې ورځ په مناسبت له پوځي چارواکو سره په يوه غونډه کې کړي دي. پوتين زياته کړې، سره له دې چې اوکر…

2025-10-07 23:06 196۱ دقیقې لوستل
پوتين: د اوکراين پوځ جګړه کې په شا روان دی

 د روسيې ولسمشر ولاديمير پوتين ويلي، روان ۲۰۲۵ زيږديز کال یې د اوکراين ۵۰۰۰ کيلو متره مربع ځمکه نيولې ده.

نوموړي ويلي، له اوکراين سره جګړه کې ستراتيژيک ابتکار په بشپړ ډول د مسکو لاس کې دی.

نوموړي دغه څرګندونې د خپل د زوکړې ورځ په مناسبت له پوځي چارواکو سره په يوه غونډه کې کړي دي.

پوتين زياته کړې، سره له دې چې اوکراين سخت مقاومت کوي، خو بیا هم د جګړې له ټولو برخو په شا روان دی.

نوموړي ويلي، د اوکراين له لوري پر روسيې بريدونه روسیې ته هیڅ زيات نشې رسولای.

همدې حال کې بيا د روسيې لوی درستيز جنرال والېرې ګير‌سیموف ويلي، چې ځواکونو یې په هره برخه کې پرمختګ کړی، خو اوکرايني ځواکونه يې د مخې نيولو هڅه کوي.

والېرې زياته کړې، ځواکونه یې اوسمهال د اوکراين شمال سوومي او خارکییف سیمو کې د کمربندونو د جوړولو هڅې کوي.

همدې حال کې بیا د اوکراين ولسمشر ويلي، روسیې د اوکراین يو لوی ښار هم نه دی نيولی‌.

لیکوال/اېډېټر: Hamdullah Danish
Hamdullah Danish
Hamdullah Danish

حمدالله دانش په ژورنالېزم کې درې کلنه تجربه لري او اوسمهال د کوه نور خبري اژانس لپاره د ټولنیزو او سياسي موضوعاتو په اړه راپورونه او خبرونه جوړوي.

تبصرې

تبصره پرېږدئ

تبصره د تایید وروسته خپرېږي.

اړوند مطالب