کابل، افغانستان|info@kohinoornews.com
KohiNoor
رښتینی خبر، روښانه تصویر

پوتين ټرمپ ته د مسکو د سفر بلنه ورکړې

 کرملين ماڼۍ څخه په يوه خپره شوې خبر پاڼه کې راغلي چې د روسيې ولسمشر له خپل امریکايي سیال سره اوکراين کې د جګړې پای ته رسولو په هکله تيليفوني خبرې کړي دي. ټاس خبري اژانس ويلي، دواړو ولسمشرانو هوکړه کړې چې په راتلونکي کې به له نږدې خبرې کوي او دغه راز پوتين ټرمپ ته بلنه ورکړې چې مسکو ته راشي. دوی همداراز د منځني خت…

2025-02-12 20:08 81۱ دقیقې لوستل
پوتين ټرمپ ته د مسکو د سفر بلنه ورکړې

 کرملين ماڼۍ څخه په يوه خپره شوې خبر پاڼه کې راغلي چې د روسيې ولسمشر له خپل امریکايي سیال سره اوکراين کې د جګړې پای ته رسولو په هکله تيليفوني خبرې کړي دي.

ټاس خبري اژانس ويلي، دواړو ولسمشرانو هوکړه کړې چې په راتلونکي کې به له نږدې خبرې کوي او دغه راز پوتين ټرمپ ته بلنه ورکړې چې مسکو ته راشي.

دوی همداراز د منځني ختيځ او د زندانيانو په تبادلې هم خبرې کړي دي.

دغه دواړه ولسمشران اوکراين کې د جګړې پای ته رسولو خبره داسې مهال کوي چې دوه ورځې وړاندې روسيې يو ځل بيا پر کييف توغنديز بريدونه وکړل او د اوکرایني چارواکو په خبره درې تنو ته يې مرګ ژوبله اړولې وه.

بايد ياده شي چې د اوکراين ولسمشر زيلنسکي ويلي، راتلونکې شنبه له امريکايي چارواکو سره خبرې کوي.

لیکوال/اېډېټر: Hamdullah Danish
Hamdullah Danish
Hamdullah Danish

حمدالله دانش په ژورنالېزم کې درې کلنه تجربه لري او اوسمهال د کوه نور خبري اژانس لپاره د ټولنیزو او سياسي موضوعاتو په اړه راپورونه او خبرونه جوړوي.

تبصرې

تبصره پرېږدئ

تبصره د تایید وروسته خپرېږي.

اړوند مطالب