پوتين پنځم ځل لپاره د روسيې د ولسمشر په توګه لوړه وکړه
ولاديمير پوتين نن سه شنبه په کرملين ماڼۍ کې د راتلونکو شپږ کالونو لپاره د روسيې د ولسمشر په توګه لوړه وکړه.
نوموړي د لوړې پر مهال جوړو شويو مراسمو کې ژمنه کړې چې روسيې د دفاع لپاره هڅې کوي.
پوتين په لومړي ځل د بوريس يلتسین څخه وروسته په ۱۹۹۹ ميلادي کال واک ته ورسېد او تر ۲۰۳۰ ميلادي کال به د روسيې ولسمشر وي.
نوموړی داسې مهال لوړه کوي چې د دغه هېواد او اوکراین ترمنځ د همده د واکمني پر مهال رامنځته شوی جګړه لا پای ته نده رسېدلې.
ده په ۲۰۲۲ ميلادي کال پر اوکراين بريد وکړ چې د امريکا په ګډون د ګڼو اروپايي هېوادونو له لوري وغندل شو او پر روسيې بنديزونه ولګول.
روسيې له دغه بنديزونو سره سره له اوکرين سره جګړه توده ساتلې او تراوسه يې د دغې جګړې د پای ته رسولو خبره نده کړې.
بلخوا بیا امريکا هم وخت ناوخت اوکراين سره نظامي مرستې کوي، ترڅو له روسيې سره د جګړې توان له لاسه ورنکړي.




