کابل، افغانستان|info@kohinoornews.com
KohiNoor
رښتینی خبر، روښانه تصویر

پوتین ته د بایډن پیغام؛ زما سر به هیڅ وخت درته ټیټ نه شي

د امریکا ولسمشر جوبایډن ملت ته په خپله کلنۍ وینا کې یو وار بیا له اوکراین څخه خپل ملاتړ اعلان کړ. نوموړي ویلي، اوکراین ته به وسلې او نور تجهیزات ورکوي، اوږه په اوږه به ورسره ودریږي او په دې ډول به د پوتین د یرغل مخه نیسي. هغه په خپلو خبرو کې ویلي چې پوتین ته یې پیغام ساده دی، نه په شا کېږي او نه به هم سرټیټ کړي. د بایډ…

2024-03-07 21:27 99۱ دقیقې لوستل
پوتین ته د بایډن پیغام؛ زما سر به هیڅ وخت درته ټیټ نه شي

د امریکا ولسمشر جوبایډن ملت ته په خپله کلنۍ وینا کې یو وار بیا له اوکراین څخه خپل ملاتړ اعلان کړ.

نوموړي ویلي، اوکراین ته به وسلې او نور تجهیزات ورکوي، اوږه په اوږه به ورسره ودریږي او په دې ډول به د پوتین د یرغل مخه نیسي.

هغه په خپلو خبرو کې ویلي چې پوتین ته یې پیغام ساده دی، نه په شا کېږي او نه به هم سرټیټ کړي.

د بایډن په خبره، که دوی په شا شول؛ نو اروپا او ټوله ازاده نړۍ به له خطر سره مخ شي او هغه کسان به زړه وکړي، چې دوی ته زیان رسوي.

هغه تر دې وړاندې هم ویلي وو، چې د روسیې د یرغل تر پای پورې به له اوکراین سره مرستې جاري ساتي.

لیکوال/اېډېټر: Hamdullah Danish
Hamdullah Danish
Hamdullah Danish

حمدالله دانش په ژورنالېزم کې درې کلنه تجربه لري او اوسمهال د کوه نور خبري اژانس لپاره د ټولنیزو او سياسي موضوعاتو په اړه راپورونه او خبرونه جوړوي.

تبصرې

تبصره پرېږدئ

تبصره د تایید وروسته خپرېږي.

اړوند مطالب