کابل، افغانستان|info@kohinoornews.com
KohiNoor
رښتینی خبر، روښانه تصویر

پوتین د اوکراین جګړې پای ته رسولو لپاره د لا ډېرې ځمکې غوښتنه کړې

د روسيې ولسمشر ولادیمیر پوتین وایي، روسیه به په اوکراین کې هغه وخت خپله جګړه پای ته ورسوي چې د کییف ټولې څلور سيمې دونیتسک، لوهانسک، خرسون او زاپوریژهیا رورسیې ته تسلیم کړي. پوتين ويلي، له اوکراين سره سوله يو ساده کار دی او که له ناټو سره خپلې اړيکې پرې کړي هم‌مهاله به مسکو په اوکراين کې د اوربند امر وکړي. د پوتین…

2024-06-16 00:43 99۱ دقیقې لوستل
پوتین د اوکراین جګړې پای ته رسولو لپاره د لا ډېرې ځمکې غوښتنه کړې

د روسيې ولسمشر ولادیمیر پوتین وایي، روسیه به په اوکراین کې هغه وخت خپله جګړه پای ته ورسوي چې د کییف ټولې څلور سيمې دونیتسک، لوهانسک، خرسون او زاپوریژهیا رورسیې ته تسلیم کړي.

پوتين ويلي، له اوکراين سره سوله يو ساده کار دی او که له ناټو سره خپلې اړيکې پرې کړي هم‌مهاله به مسکو په اوکراين کې د اوربند امر وکړي.

د پوتین د خبرو په غبرګون کې د اوکراین د ولسمشر سلاکار میخایلو پودولیاک د کییف پر متحدینو غږ کړي چې د روسیې وړاندیزونه دې په جدي توګه له پامه وغورځوي.
 نوموړي ویلي د پوتین شرایط "عقل ته سپکاوی" دی.

دا په داسې حال کې ده چې تېره ورځ د سلو هېوادنو مشرانو د روسیې او اوکراین سولې لپاره په سیویس کې ګډ کنفرانس جوړ کړی وو.

لیکوال/اېډېټر: Khatera Akbari
Khatera Akbari
Khatera Akbari

خاطره اکبري افغانه خبرياله ده. هغه اوسمهال د افغان پرېس خبري اژانس لپاره د سياسي، ټولنیزو او ورځنيو موضوعاتو په اړه راپورونه ليکي.

تبصرې

تبصره پرېږدئ

تبصره د تایید وروسته خپرېږي.

اړوند مطالب