پوتین: د غرب له فشارونو سره سره مو نظامي صادرات د پراختیا په حال کې دي
د روسيې ولسمشر ولاديمير پوتين ويلي، که څه هم غرب يې پر هېواد بنديزونه لګوي؛ خو ورسره سم يې هېواد د نظامي صادراتو بازار پراخ کړی او له دې لارې يې ۱۵ ميليارده ډالر عواید ترلاسه کړي دي. رويټرز خبري اژانس راپور ورکړی، چې روسيې دغه صادرات له ۳۰ څخه ډېرو هېوادونو ته کړي او په دې وروستيو کې ډېری افريقايي هېوادونو د روسيې د نظ…
2026-01-30 20:26 69۱ دقیقې لوستل
د روسيې ولسمشر ولاديمير پوتين ويلي، که څه هم غرب يې پر هېواد بنديزونه لګوي؛ خو ورسره سم يې هېواد د نظامي صادراتو بازار پراخ کړی او له دې لارې يې ۱۵ ميليارده ډالر عواید ترلاسه کړي دي.
رويټرز خبري اژانس راپور ورکړی، چې روسيې دغه صادرات له ۳۰ څخه ډېرو هېوادونو ته کړي او په دې وروستيو کې ډېری افريقايي هېوادونو د روسيې د نظامي تجهيزاتو پېر ته لېوالتيا ښودلې ده.
سرچينې ليکلي، د روسيې پوځي اړیکې په دې ورستيو کې له مرکزي افريقا، مالي او بورکینا فاسو سره پراخې شوې دي.

Hamdullah Danishحمدالله دانش په ژورنالېزم کې درې کلنه تجربه لري او اوسمهال د کوه نور خبري اژانس لپاره د ټولنیزو او سياسي موضوعاتو په اړه راپورونه او خبرونه جوړوي.