پوتین: روسیه چمتو ده چې اوکرایین کې د اوربند امر وکړي
د روسیې ولسمشر ولادیمیر پوتین ویلي، که اوکراین د کیف له څلورو سیمو څخه خپل ځواکونه وباسي، روسیه به چمتو وی چې په اوکرایین کې د اوربند امر وکړي او د روسیې حکومت سره خبرو ـ اترو ته کېني. ورته مهال د اوکراین د بهرنیو چارو وزارت د پوتین څرګندونې غندلې او ویلي دی د پوتین هدف د نړیوالې ټولنې ګمراه کول او د ډیپلوماتیکو هڅو کم…
2024-06-14 07:18 118۱ دقیقې لوستل
د روسیې ولسمشر ولادیمیر پوتین ویلي، که اوکراین د کیف له څلورو سیمو څخه خپل ځواکونه وباسي، روسیه به چمتو وی چې په اوکرایین کې د اوربند امر وکړي او د روسیې حکومت سره خبرو ـ اترو ته کېني.
ورته مهال د اوکراین د بهرنیو چارو وزارت د پوتین څرګندونې غندلې او ویلي دی د پوتین هدف د نړیوالې ټولنې ګمراه کول او د ډیپلوماتیکو هڅو کمزوري کول دي او دغه راز د ملګرو ملتونو د منشور پر اهدافو او اصولو د نړۍ یووالي ویشل دي.
دا په داسې حال کې ده چې نن د ناټو هېوادونو له اوکراین څخه د ملاتړ په موخه لس کلن امنیتي هوکړه لیک لاسلیک کړ.
لیکوال/اېډېټر:
Khatera Akbari

Khatera Akbariخاطره اکبري افغانه خبرياله ده. هغه اوسمهال د افغان پرېس خبري اژانس لپاره د سياسي، ټولنیزو او ورځنيو موضوعاتو په اړه راپورونه ليکي.