کابل (کوه نور، ۲۵ اسد ۱۴۰۴):
په خېبر پښتونخوا، ګلګت بلوچستان او ازاد کشمير کې د موسمي بارانونو او د سېلابونو راوتلو له امله د ۲۵۰ تنه د وژل شوي.
د پاکستاني رسنیو ړ راپورونو پر اساس، په دغه پېښو کې تر ټولو ډېره زیانمنه شوې سیمه بونیر دی چې تر اوسه پکې ۲۱۳ تنه وژل شوي او ګڼ شمېر نور لا هم نادرکه دي.
په همدې حال کې د طبیعي پېښو له امله په مانسهره او باجوړ کې د ناڅاپي بارانونو د شدت له امله ۴۱ تنه وژل شوي دي.
ځایې مسوولینو دغه راز ویلي، په ازاد کشمیر کې د نیلم وادي سیند د اوبو قوي څپې پر شپږو پلونو اوښتې دي او یاده سیمه کې په بېلابېلو پېښو کې ۱۱ تنه وژل شوي دي.
همدارنګه مظفر اباد کې د اوبو د شدیدو څپو په پایله کې د یوې کورنۍ د شپږ غړو په ګډون اته تنه وژل شوي دي.
راپورونو کې راغلي، د خېبر پښتونخوا باجوړ سیمه کې د خرابې هوا، دوړو او شدیدو بارانونو له امله هغه هلیکوپټر هم راغورځېدلی چې د سېلاب له امله اغېزمنو شویو سیمو ته یې مرستې انتقالولې.
د یادونې وړ ده چې د دې هلیکوپټر دوه تنه پیلوټان او پنځه کارمندان هم په دې پېښه کې وژل شوي دي.




