ڪابل (کوه نور، ۲۵ لیندۍ ۱۴۰۴): د پښتون ژغورنې غورځنګ مشر منظور احمد پښتون پاکستان کې د ارمي پبلک سکول "A P S" پېښې ته په اشارې سره ویلي، پاکستانی پوځ هره ورځ پښتنې، ښځې، سپین ږیري او ماشومان وژني.
نوموړي پر خپله فسبوک پاڼه لیکلي، د ای پي ایس پېښه کې وژل شویو ماشومانو ته ټوله نړۍ غمجنه وه؛ خو پاکستانیو جنرالانو د شـــهــــــ....یدانو په دردېدلو میندو او پلرونو پسې خنداګانې او مسخرې کولې.
هغه زیاته کړې، د ډسمبر ۱۶مه د ای پي ایس د شهيدانو دردمنه ورځ ده، چې هیڅکله له یاده نه وځي؛ خو یوه خبره، چې انسان ته تل یادېږي هغه دا ده، چې د دوو وژل شویو ماشومانو مور ته پاکستاني جنرال، کور کمانډر هدایت الرحمان ویلي و، چې دې کې خو څه خبره نشته، چې ستا دوه اولاده وژل شوي؛ لاړه شه او نور وزېږوه.
پښتین لیکلي، یاده پېښه کې د قربانیانو کورنۍ د خپلو اولادونو غم کې د انصاف تر لاسه کولو لپاره په ګرځېدو ګرځېدو ستړې او ذهني ناروغانې شوې؛ خو د پاکستان ریاست هغوئ ته هیڅ انصاف ورنه کړ.
د پښتون ژغورنې غورځنګ مشر زیاته کړې، پاکستاني پوځ پر ای پي ایس پېښه هم بسنه نه ده کړې؛ بلکې هره ورځ د ډرون او هاوان بمبارونو له لارې بې ګنا پښتانه ماشومان په نښه کوي.
نوموړي په وروستیو کې لیکلي، که پاکستانی پوځ هر څومره خپلو ظلمونو ته زور ورکړي؛ خو له ډېرو خواریو وروسته به پښتانه یو قوت جوړوي او دا ظالمان به حتماً د پښتنو له احتساب سره مخ کېږي.




